تازه خبرونه

غني د امریکا له لوی درستیز سره په لیدنه کې پر اوربند ټینګار کړی

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۷, ۱۳۹۹)

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، چې ولسمشر غني تېره شپه (چارشنبه د لیندۍ ۲۶) په ارګ کې د امریکایي ځواکونو له لوی درستيز جنرال مارک میلي سره د تاوتریخوالي پر زیاتیدوغږېدلی او پر اوربند یې ټینګار کړی دی.

ارګ زیاته کړې؛ د دغې ناستې په بهیر کې دواړو لوریو په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د سولې پر بهیرغزولو  او اوربند یې خبرې کړې دي.

د ارګ د څرګندونو له مخې؛ مارک میلي ولسمشر غني ته د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ روان ساتلو ډاډ ورکړی دی.

دوه اوونۍ مخکې د امریکا لوی درستیز څرګنده کړې وه، چې امریکا به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۲۵۰۰ته راکم کړي.

هغه دا هم ویلي، چې امریکا په تېرو ۱۹ کلونو کې لږ بریا ترلاسه کړې ده.

دغه ناسته په داسې حال کې تر سره شوې، چې هېوادوال نه یوازې ورځ تر بلې ډېرېدونکیو ناامنیو او تاوتریخوالي اندېښمن کړي، بلکې په هدفي وژنو او چاودنو کې د امنیتي چارواکو ترڅنګ د خبریالانو او قضائیه بنسټونو وژل هم د اندېښنې وړ بولي.

Trending

Exit mobile version