تازه خبرونه

غني د پاتې نوماند وزیرانو لست ولسي جرګې ته استولی دی

Published

on

(Last Updated On: )

ولسمشر محمد اشرف غني د خپلې کابینې د پاتې شپاړس څوکیو لپاره د نویو نوماندانو نومونه ولسي جرګې ته واستول.

په دغو شپاړس کسانو یې څلور ښځې دي.

ولسمشر غني د خپلو ټاکنیزو مبارزو پر مهال ژمنه کړې وه چې د بري په صورت کې به په خپلې کابینې کې ښځو ته ډېره ونډه ورکوي.

سره له دې چې د نوي حکومت د کار له پيل څخه شاوخوا اووه میاشتې تیرې شوې؛ خو لا یې هم کابینه بشپړه نه ده.

د ولسمشرۍمانۍ وايي چې ولسمشر غني تیره ورځ ناوخته د نویو نوماندانو د نومونو لست ولسي جرګې ته واستوه.

په استول شوی لست کې د څلورو میرمنو نومونه هم شتون لري چې دلبر نظري د ښځو چارو، سلامت عظیمي له نشه یي توکو سره د مبارزې، فریده مومند د لوړو زده کړو او نسرین اوریاخیل د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارتونو ته د نوماتندانو په توګه ولسي جرګې ته ورمعرفي شوي دي.

Trending

Exit mobile version