تازه خبرونه
غني: په راتلونکو دوو اونيو کې به د سولې دويمه غونډه وشي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په راتلوونکو دوو اونيو کې به له وسله والو طالبانو سره د سولې دويمه غونډه وشي.
ولسمشر غني، وايي چې افغانستان په سيمه كې په سوله كې د ژوند حق لري او په دې برخه كې به پاكستان او يا بل چاته زارۍ ونه كړي.
په همدې حال کې د خوست قومي مشران له افغان ولسمشر غواړي، چې د سولې روانو کې د چا تر اغېز لاندې رانشي دي.
نن (چهارشنبې) افغان ولسمشر د ملي شورا له ځينو غړو سره خوست ولايت ته سفر وکړ او په دغه ولايت کې د وروستي ځانمرګي بريد د وژل شويو کسانو فاتحه وركړه.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني:
“د ټول ولس غوښتنه سوله ده؛ څوارلس کاله مو د سولې له پاره خبرې کړي، خو بریالي شویو نه یو؛ نو اول قدم واخستل شو؛ په پنځلس ورځو او یا دریو اوونیو کې به انشاألله دویمه کتنه هم وشي.“
ولسمشر غني وويل چې افغانستان له پياوړي او قوي دريځ څخه د سولې په خبرو كې برخه اخلي او په دې اړه به كومې ډلې او يا هيواد ته زارى ونه كړي.
هغه وايي په سوله كې ژوند د افغانستان حق دى:
“ما اول وار واضح او سلیسې خبرې ورسره کړي، او ورته ویلي مو دي چې ۱۴ کاله وشول چې تاسو له موږ سره په یوه نااعلان شوې جګړه کې یاست. د دې جنګ خاتمه د حق په اساس غواړو!؛ زه چاته ننوات نه کوم؛ زما ننوات یوازې قومي مشرانو او د شهیدانو کورنیو ته ده؛ د افغانستان رییس جمهور بل چاته ننوات نه کوي! په میړانه دریږو او خپل حق غواړو. سوله مو په منطقه کې حق دی.“
په همدې حال کې د خوست يو شمير قومي مشران هم د افغان حکومت د سولې د خبرو ملاتړ کوي.
هغوى له ولسمشر وغوښتل، چې په دې برخه په زړورتيا قدم واخلي او ولس يې تر شا ولاړ دى.
افغان ولسمشر په خوست کې د وروستيو تروريستي پيښو له قربانيو سره د مرستې ژمنه وكړه او ټينګار يې وكړ چې په راتلونكې كې به هم حكومت د دغو كسانو له كورنيو سره خپلې مرستې ته دوام وركړي.
په دې بريد كې چې د يكشنبه په مازيګر وشو ۳۳ تنه ووژل شول او ۲۳ نور ټپيان شول.
خبریال:فريدالله ظاهر
تازه خبرونه
د تېرو ۴ ورځو بارانونو له کبله ۸ کسان مړه شوي
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند ملا جانان سایق ويلي؛ په تېرو ۴ ورځو کې د بارانونو او سېلابونو له کبله ۸ کسان مړه شوي، درې ټپیان دي او شل هکتاره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.
ملا جانان سایق دا هم ویلي، چې په هېواد کې د وروستیو اورښتونو له کبله ۱۴۰ کورونه بشپړ او یا څه ناڅه ویجاړ شوي او ۲۰ کیلومټره سړکونه سیلابونو وړي دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ٣٠ څاروي هم له منځه تللي دي.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند زیاته کړې: له نېکهمرغه وروستیو اورښتونو په هېواد کې د اوبو کچه لوړه کړې، د ځمکې لاندې اوبه راپورته شوي او کروندګر خوښ دي.
ویل کیږي، چې د طبیعي پېښو پر وړاندې د دولت وزارت په ولايتونو کې خپلو ټولو رياستونو ته سپارښتنه کړې، چې د پېښې قربانيانو ته د لاسرسي لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.
تازه خبرونه
د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی
د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت چارواکو ويلي، چې په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال ۱۵۰ زره ټنه غوري سمنټ تولید شوي او هڅه کوي، چې سږ کال یې د تولید کچه ۱۸۰ زره ټنو ته ورسوي.
په بغلان ولايت کې د غوري سمنټو شرکت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دې شرکت کې د سمنټو توليد زيات شوى دى.
د بغلان غوري سمنټو د شرکت مالي او اداري مرستیال عبدالوکیل قیومي ویلي؛ تېر کال مو ۱۵۰ زره ټنه سمنټ تولید او بازار ته وړاندې کړل. له نېکه مرغه په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې مونږ له ۲۰۰ میلیون افغانیو څخه زیاتې پیسې درلودې.
د بغلان د غوري سمنټو شرکت د بسته بندۍ څانګې مدیر محمد طاهر د تولیدي وړتیاوو لوړولو لپاره هڅې روانې دي، چې له لوړېدو سره به یې هره ورځ ۱۰۰۰ بورۍ سمنټ تولید شي.
محمد طاهر وایي: اوسمهال، زمونږ څلور داشونه فعال دي او په څلیریشت ساعتونو کې نږدې له ۱۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ ټنو سیمنټ تولیدوو او ۷۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د دې شرکت کارکوونکی حکیم وایي؛ له پانګوالو غواړو، چې په هېواد کې پانګونه وکړي او ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.
د بغلان غوري سمنټو شرکت يوه بلف کارکوونکي محمد يوسف ويلي: بايد په هېواد کې څو نورې کارخونې جوړې شي، چې د سمنټو واردات لږ شي او له خپلو توليداتو ګټه واخلو.
د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت شاوخوا ۴۰ کاله مخکې جوړ شوی او په افغانستان کې د سمنټو د تولید له سترو شرکتونو څخه شمېرل کیږي، چې د مدیریت چارې یې د ملي پرمختیايي شرکت لهخوا ترسره کیږي.
تازه خبرونه
څار: د افغانستان په اړه پاکستان او قطر ته د امریکایي ډیپلوماټ سفرونه
-
نړۍ4 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی4 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه18 hours ago
د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
په عراق کې به همجنسبازان پر۱۵ کاله بند شي –پارلمان
-
تازه خبرونه1 day ago
ترکمنستان د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی – امانوف
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه
-
لوبی1 day ago
په افغانستان اتلانو لیګ کې موج ساحل ۲-۱ سرسبز یاشلر او سورخ پوشان ۶ -۰ میوند مات کړل
-
تازه خبرونه1 day ago
له پاکستان څخه دې د افغان کډوالو د جبري ایستلو چټکتیا راکمه شي