تازه خبرونه

غني: په راتلونکو دوو اونيو کې به د سولې دويمه غونډه وشي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په راتلوونکو دوو اونيو کې به له وسله والو طالبانو سره د سولې دويمه غونډه وشي.

ولسمشر غني، وايي چې افغانستان په سيمه كې په سوله كې د ژوند حق لري او په دې برخه كې به پاكستان او يا بل چاته زارۍ ونه كړي.

په همدې حال کې د خوست قومي مشران له افغان ولسمشر غواړي، چې د سولې روانو کې د چا تر اغېز لاندې رانشي دي.

نن (چهارشنبې) افغان ولسمشر د ملي شورا له ځينو غړو سره خوست ولايت ته سفر وکړ او په دغه ولايت کې د وروستي ځانمرګي بريد د وژل شويو کسانو فاتحه وركړه.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني:

د ټول ولس غوښتنه سوله ده؛ څوارلس کاله مو د سولې له پاره خبرې کړي، خو بریالي شویو نه یو؛ نو اول قدم واخستل شو؛ په پنځلس ورځو او یا دریو اوونیو کې به انشاألله دویمه کتنه هم وشي.

ولسمشر غني وويل چې افغانستان له پياوړي او قوي دريځ څخه د سولې په خبرو كې برخه اخلي او په دې اړه به كومې ډلې او يا هيواد ته زارى ونه كړي.

هغه وايي په سوله كې ژوند د افغانستان حق دى:

ما اول وار واضح او سلیسې خبرې ورسره کړي، او ورته ویلي مو دي چې ۱۴ کاله وشول چې تاسو له موږ سره په یوه نااعلان شوې جګړه کې یاست. د دې جنګ خاتمه د حق په اساس غواړو!؛ زه چاته ننوات نه کوم؛ زما ننوات یوازې قومي مشرانو او د شهیدانو کورنیو ته ده؛ د افغانستان رییس جمهور بل چاته ننوات نه کوي! په میړانه دریږو او خپل حق غواړو. سوله مو په منطقه کې حق دی.

 

په همدې حال کې د خوست يو شمير قومي مشران هم د افغان حکومت د سولې د خبرو ملاتړ کوي.

هغوى له ولسمشر وغوښتل، چې په دې برخه په زړورتيا قدم واخلي او ولس يې تر شا ولاړ دى.

افغان ولسمشر په خوست کې د وروستيو تروريستي پيښو له قربانيو سره د مرستې ژمنه وكړه او ټينګار يې وكړ چې په راتلونكې كې به هم حكومت د دغو كسانو له كورنيو سره خپلې مرستې ته دوام وركړي.

په دې بريد كې چې د يكشنبه په مازيګر وشو ۳۳ تنه ووژل شول او ۲۳ نور ټپيان شول.

خبریال:فريدالله ظاهر

Trending

Exit mobile version