تازه خبرونه
غني یو ځل بیا له لنډمهالي حکومت سره مخالفت څرګند کړ
ولسمشر اشرف غني نن (چارشنبه د وري ۴) یو ځل بیا د کمال خان بند د پرانیستې پرمهال په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت له جوړولو سره مخالفت څرګند کړ.
امریکا افغان مشرانو( ولسمشر غني او د پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله) ته په یوه لیک کې د لنډ مهاله حکومت او د بن ناستې ته له ورته ناستې له کوړولو خبر ورکړی و، چې بېلابېل غبرګونونه یې راوپارول.
په دغو مراسمو کې اشرف غني دا هم په ډاګه کړه، چې طالبانو د افغانستان خلک له خپلو شتمنیو بې برخې کړي دي.
ولسمشر غنی له وسلوالو غوښتي، چې له زیان رسولو دې ډډه وکړي او هغه زیانونه، چې دوی افغانانو ته اړولي؛ اوس مو پرې لس داسې بندونه جوړولی شول.
نوموړي زیاته کړې، چې د کمال خان بند د نورو کانالونو د جوړولو هڅې به روانې وساتل شي.
هغه زیاته کړې: د کمال خان بند یو کانال به سږکال بشپړ شي او مونږ پرېکړه کړې، چې د دغه بند ټول کانالونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارو.
نوموړي په دې مراسمو کې د کمال خان بند په اړوند سیمه کې د باغونو د جوړولو ترڅنګ ویلي، چې دلته باید یو ملي پارک جوړ شي.
دغه راز نوموړي د زرنج ښار د پراختیا او صنعتي کېدو په اړه ویلي، چې د زرنج ښار به یو نړیوال سوداګریز بندر هم شي.
غني وایي: د نیمروز راتلونکی نه یوازې د کمال خان له بند سره تړلی، بلکې زرنج به یو پیاوړی نړیوال سوداګریز بندر هم شي؛ ځکه، چې زرنج د چابهار کونجي ده.
غني د چهاربرجک ولسوالۍ اوسیدونکو ته د ځمکې د وېش او ډګروال فضل محمد خان ته، چې د کمال خان بند په ساتلو کې یې دنده ترسره کړې؛ د برید جنرال رتبې د ورکړې ژمنه هم وکړه.
هغه یوځل بیا ټینګار کړی، چې د هېواد ټولې اوبه به اداره کوي؛ د هلمند د اوبو تړون ته ژمن دی، خو نورو ته د افغانستان اوبو وړیا ورکول هم نه غواړي.
ولسمشر وايي افغان حکومت چمتو دی، چې له ایراني چارواکو سره معاملې وکړي؛ داسې، چې اوبه ورکوو، تېل دې راکړي.
ولسمشر دغه راز د نیمروز خلکو ته د بادي او لمریزې انرژۍ د تولید او په دې برخه کې د پانګونې ډاډ هم ورکړی دی.
اقتصادي کار پوهانو ويلي؛ افغان حکومت باید د خپلو اوبو د مدیریت ترڅنګ د هغو بنسټونو د خوندیتوب، ساتني او څارني لړۍ پراخه کړي، چې په هېواد کې د کرنېزو محصولاتو د پراختیا ترڅنګ د انرژۍ د تولید لامل او هېواد له وارداتي حالته را وباسي او صادراتي یې کړي.
International Sports
مسي د نړیوال جام په ګولوهنه کې ریکارډ جوړ کړ؛ ارجنټاین حذفي پړاو ته ولاړ
د ارجنټاین لوبډلمشر په دې حساسه لوبه کې دواړه ګولونه ووهل او خپل ټول ګولونه یې په نړیوال جام کې ۱۸ ته ورسول، چې له دې سره یې د جرمني د میروسلاو کلوزې د ۱۶ ګولونو ریکارډ مات کړ.
لیونل مسي د دوشنبې پر ورځ د اتریش پر وړاندې د ارجنټاین په ۲–۰ بریا کې دوه ګولونه ووهل او د نړیوال جام د تاریخ د تر ټولو ډېرو ګولونو ریکارډ یې جوړ کړ.
د ارجنټاین لوبډلمشر په دې حساسه لوبه کې دواړه ګولونه ووهل او خپل ټول ګولونه یې په نړیوال جام کې ۱۸ ته ورسول، چې له دې سره یې د جرمني د میروسلاو کلوزې د ۱۶ ګولونو ریکارډ مات کړ.
مسي، چې څو ورځې وروسته ۳۹ کلن کېږي. نوموړي سره له دې، چې د لوبې په پیل کې یې یوه پنالټي ضایع کړه؛ خو په مهمو شېبو کې یې ښه لوبه وکړه. د هغه کړنې ارجنټاین ته دا زمینه برابره کړه، چې د نړیوال جام په سیالیو کې خپل قوي پیل وساتي او د ۳۲ غوره لوبډلو پړاو ته ووځي.
مسي اته ځله د طلایيتوپ ګټونکی پاتې شوی، په نړیوال جام کې یې په پرلهپسې شپږو لوبو کې ګولونه وهلي او د دې پړاو د پېنځه ګولونو له لرلو سره د طلایيتوپ د سیالۍ په مخکښو لوبغاړو کې دی.
د افغانستان فوټبال مینهوال کولی شي د نړیوال جام سیالۍ پر ژوندۍ بڼه د آریانا ټلویزیون له لارې وګوري.
تازه خبرونه
افغانستان په قطر کې د مرګوني چاودنې له قربانیانو سره خواخوږي وښوده
د یادونې ده، چې د یکشنبې ورځې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۶۶ نور ټپیان دي.
تازه خبرونه
په کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه ناسته وکړه
په خبرپاڼه کې راغلي، خبرې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر راتلونکي او د دغو اړیکو د ملاتړ او پیاوړتیا پر لارو چارو راڅرخېدلې دي.
په کابل کې د قطر سفارت د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو په اړه د ګردي مېز د ملګرو ملتونو او د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د استازو په ګډون یوه ناسته جوړه کړې ده.
د قطر سفارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د یوناما چارسمبالې جورجټ ګانیون، د یوناما د سیاسي چارو مشر سکاټ سمیت، د بهرنیو چارو وزارت دوهیم سیاسي رییس ذاکر جلالي او د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز رییس عبدالحی قانت ګډون درلود.
په خبرپاڼه کې راغلي، خبرې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر راتلونکي او د دغو اړیکو د ملاتړ او پیاوړتیا پر لارو چارو راڅرخېدلې دي.
-
تازه خبرونه5 days agoد قزاقستان ولسمشر د منځنۍ آسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیمهییز مرکز د جوړولو قانون توشیح کړ
-
سوداگري5 days agoد ایبک سمنټ پروژې تړون د ۶۷ میلیون ډالرو پر پانګونه لاسلیک شو
-
تازه خبرونه2 days agoپه بلوڅستان کې د داعش خراسان د تبلیغاتي شبکې د فعالیتونو جزئیات څرګند شول
-
تازه خبرونه2 days agoقزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه1 day agoپه افغانستان کې د بند پاتې پاکستاني لاریو د بېرته ستنېدا بهیر پیل شو
-
تازه خبرونه5 hours agoافغانستان په قطر کې د مرګوني چاودنې له قربانیانو سره خواخوږي وښوده
-
تازه خبرونه2 days agoپه غزه کې د اسرائیلو پر بریدونو د یو ماشوم او د الجزیرې د یوه خبریال پر ګډون ۹ کسان وژل شوي
-
څار3 days agoڅار: د افغانستان او پاکستان ترینګلې اړیکې
