تازه خبرونه

غني یو ځل بیا له لنډمهالي حکومت سره مخالفت څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: وری ۴, ۱۴۰۰)

ولسمشر اشرف غني نن (چارشنبه د وري ۴) یو ځل بیا د کمال خان بند د پرانیستې پرمهال په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت له جوړولو سره مخالفت څرګند کړ.

امریکا  افغان مشرانو( ولسمشر غني او د پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله)  ته په یوه لیک کې د لنډ مهاله حکومت  او د بن ناستې ته له ورته ناستې له کوړولو خبر ورکړی و، چې بېلابېل غبرګونونه یې راوپارول.

په دغو مراسمو کې اشرف غني دا هم په ډاګه کړه، چې طالبانو د افغانستان خلک له خپلو شتمنیو بې برخې کړي دي.

ولسمشر غنی له وسلوالو غوښتي، چې له زیان رسولو دې ډډه وکړي او هغه زیانونه، چې دوی افغانانو ته اړولي؛ اوس مو پرې لس داسې بندونه جوړولی شول.

نوموړي زیاته کړې، چې د کمال خان بند د نورو کانالونو د جوړولو هڅې به روانې وساتل شي.

هغه زیاته کړې: د کمال خان بند یو کانال به سږکال بشپړ شي او مونږ پرېکړه کړې، چې د دغه بند ټول کانالونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارو.

نوموړي په دې مراسمو کې د کمال خان بند په اړوند سیمه کې د باغونو د جوړولو ترڅنګ ویلي، چې دلته باید یو ملي پارک جوړ شي.

دغه راز نوموړي د زرنج ښار د پراختیا او صنعتي کېدو په اړه ویلي، چې د زرنج ښار به یو نړیوال سوداګریز بندر هم شي.

غني وایي: د نیمروز راتلونکی نه یوازې د کمال خان له بند سره تړلی، بلکې زرنج به یو پیاوړی نړیوال سوداګریز بندر هم شي؛ ځکه، چې زرنج د چابهار کونجي ده.

غني د چهاربرجک ولسوالۍ اوسیدونکو ته د ځمکې د وېش او ډګروال فضل محمد خان ته، چې د کمال خان بند په ساتلو کې یې دنده ترسره کړې؛ د برید جنرال رتبې د ورکړې ژمنه هم وکړه.

هغه یوځل بیا ټینګار کړی، چې د هېواد ټولې اوبه به اداره کوي؛ د هلمند د اوبو تړون ته ژمن دی، خو نورو ته د افغانستان اوبو وړیا ورکول هم نه غواړي.

ولسمشر وايي افغان حکومت چمتو دی، چې له ایراني چارواکو سره معاملې وکړي؛ داسې، چې اوبه ورکوو، تېل دې راکړي.

ولسمشر دغه راز د نیمروز خلکو ته د بادي او لمریزې انرژۍ د تولید  او په دې برخه کې د پانګونې ډاډ هم ورکړی دی.

اقتصادي کار پوهانو ويلي؛ افغان حکومت باید د خپلو اوبو د مدیریت  ترڅنګ د هغو بنسټونو د خوندیتوب،  ساتني او څارني لړۍ  پراخه کړي، چې په هېواد کې د کرنېزو محصولاتو د پراختیا  ترڅنګ د انرژۍ  د تولید لامل او هېواد له وارداتي حالته را وباسي او صادراتي یې کړي.

Trending

Exit mobile version