بی بی سی پښتو
غور کې د خوړو وېش پر سر تاو تریخوالی، کندهار والي پر کورونا اخته شوی
د غور په مرکز فیروزکوه ښار کې د هغه څه له کبله چې د کورونا وېروس مخنیوي لپاره د لګول شویو قرنطین محدودیتونو پر مهال پر بیوزله خلکو د مرستو ناعادلانه ویش بلل شوی، د یو شمېر ښاریانو لاریون نن په تاوتریخوالو اوښتی دی.
ویل کېږي چې په دې پېښه کې لږ تر لږه د دوو پولیسو او څلورو ملکي وګړو په ګډون شپږ تنه وژل شوي دي.
د غور والي ویاند عارف عابر بي بي سي ته وویل، په پېښه کې ۱۹ کسان ټپیان شوي دي، چې ۱۰ یې پولیس سرتېري دي.
ښاغلی عابر زیاتوي، احتجاج په لومړي سر کې سوله ییز و، خو وروسته د احتجاج کوونکو له لوري پر پولیسو ډزې وشوې، چې مقابل کې یې پولیسو هم ډزې وکړې او په همدې متقابلو ډزو کې د یوه خبریال په ګډون دوه کسان ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.
د نوموړي په خبره دې ټپیانو کې هم دوه پولیس سرتېري شامل دي.
رپوټونو کې ویل شوي، د یوې سیمه ییزې راډیو یو خبریال هم په وژل شویو کې شامل دی.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د معترضینو پر وړاندې ”دا چلند د نه منلو وړ ” بللی او غندلی یې دی.
د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم په دغه پېښه کې “د څلورو تنو پر وژل کېدو” خواشینې څرګنده کړې او د غور له خلکو یې غوښتي چې له زغمه کار واخلي.
بل لور ته په جلال اباد او کندوز ښارونو کې ځايي چارواکي وايي، د قرنطین محدودیتونه پای ته رسوي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، له سبا وروسته به له هوټلونو او رستورانونو پرته ټولو کاروبارونو ته د دروازو پرانیستلو اجازه ورکړل شي.
خو په دغه اجازه کې د ماسک کارول، له یوه بله واټن ساتل او دستکش یا لاسماغو کارول شرط یاد شوي دي.
جلال آباد کې یوه نیمه میاشت مخکې پر تګ راتګ او کاروباري فعالیتونو د کورونا وېروس مخنیوي په پار محدودیتونه لګول شوي وو.
‘کورونا وېروس افغانستان د خوراکي توکو له کړکېچ سره مخ کړی’
کورونا وېروس؛ افغانستان کې ۲۱۵ نوې مثبتې پېښې
بل لور ته د کندوز د والي دفتر وايي، د ولایتي شورا ګڼ شمېر غړو او کارګرانو ټولنو له وړاندیز وروسته یې د قرنطین پای ته رسولو پرېکړه کړې ده.
تمه ښوول شوې چې له سبا وروسته به دغه ښار کې عادي تګ راتګ پیل شي. د مزار شریف ښار لپاره د قرنطین موده هم نن پای ته ورسېده او ویل کېږي چې ځايي چارواکي به په دې تړاو سبا یکشنبه پرېکړه وکړي.
له کندهاره رسېدلي رپوټونو کې ویل شوي، د دغه ولایت والي حیات الله حیات هم پر کوید-۱۹وېروس اخته شوی دی. داسې راپورونه هم شته، چې د هغه د کورنۍ غړي او څلور ساتونکي هم په همدې وېروس اخته شوي دي، خو د ولایت رسنیز دفتر یوازې د کندهار د والي د اخته کېدو پخلی کړی دی.