تازه خبرونه

«غیرشرعي» غوښتنې نه‌منو- د اسلامي امارت رهبر

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ شیخ هبة‌الله آخوندزاده دا څرګندونې د شنبې پر ماښام( د زمري څلیریشتمه ) د کندهار په نظامي هوايي ډګر کې یوې غونډې ته کړې دي.

Published

on

د اسلامي امارت رهبر شیخ هبة‌الله آخوندزاده وايي، «غیرشرعي» غوښتنو ته به مثبت ځواب ورنه‌کړي او د «ناوړه فرمایشونو» پر ځای د خلکو الهي او دیني حقونو ته ژمن دی.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د خبرپاڼې له مخې؛ شیخ هبة‌الله آخوندزاده دا څرګندونې د شنبې پر ماښام( د زمري څلیریشتمه ) د کندهار په نظامي هوايي ډګر کې یوې غونډې ته کړې دي.

هغه یو ځل بیا پر یووالي او اطاعت ټینګار کړی او له خلکو یې غوښتي؛ د هغه څه تر اغېز لاندې رانشي، چې نوموړي د «دښمنانو ناسم تبلیغات» بللي دي.

نوموړي له خلکو وغوښتل، چې د اسلامي نظام ملاتړ وکړي، د دغه نظام د مخالفانو پر تبلیغاتو ونه‌غولېږي او د دیني عالمانو او مشرانو درناوی وکړي.

هغه پر یووالي، اتفاق، ورورولۍ او اطاعت هم ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې د کندهار ولایت یو شمېر لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو هم ګډون کړی و.

ویل کیږي، چې د غونډې په پای کې د اسلامي امارت د امنیتي او دفاعي ځواکونو رسم‌ګذشت هم ترسره شو او پرمختللې پوځي وسلې او تخنیکي وسایط نندارې ته وړاندې شول.

Trending

Exit mobile version