تازه خبرونه
فارغ شویو محصلانو ته د اسلامي امارت د رهبر پیغام؛ له اسلامي ارزښتونو دفاع وکړئ
د لوړو زدهکړو وزارت د اسلامي امارت د رهبر دغه پیغام نن چارشنبه د کابل پوهنتون د شاوخوا ۲۵۰۰ زدهکړیالانو د فراغت په مراسمو کې ولوست.
د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده د کابل پوهنتون له فارغ شویو زدهکړیالانو(محصلانو) غوښتي، چې له اسلامي ارزښتونو او شرعي احکامو دفاع وکړي او په هیڅ ډول شرایطو کې له خپل دین او مذهب څخه لاس وانخلي.
د لوړو زدهکړو وزارت د اسلامي امارت د رهبر دغه پیغام نن چارشنبه د کابل پوهنتون د شاوخوا ۲۵۰۰ زدهکړیالانو د فراغت په مراسمو کې ولوست.
په پیغام کې د والدینو او استادانو پر درناوي هم ټینګار شوی او له زدهکړیالانو غوښتل شوي، چې په ورځني ژوند کې تقوا، اخلاص، رښتینولي او امانتداري په پام کې ونیسي.
په پیغام کې له استادانو هم غوښتل شوي، چې زدهکړیالان له عقیدوي، فکري، اخلاقي، علمي او مسلکي پلوه سم وروزي؛ د هغوی ظاهري بڼې او سیرت ته پاملرنه وکړي، یووالي ته یې راوبولي او د هغوی د اخلاقي روزنې لپاره هڅې وکړي.
د یادونې ده، چې په ۱۴۰۵لمریز کال کې د کابل پوهنتون له ۲۲ پوهنځیو او ۸۰ څانګو څخه شاوخوا ۲۵۰۰ زدهکړیالان فارغ شوي دي.