لوبی
فاروقي او نوین بیرته د افغانستان لوبډلې ته راوګرځېدل؛ خو مجیب د اماراتو پر وړاندې له لوبلړه ووت
چټک توپاچوونکي نوین الحق او فضل الحق فاروقي د عربي متحده اماراتو پر وړاندې درې شل اوریزو لوبو ته راوګرځېدل؛ خو مجیب الرحمن ترې بې برخې پاتې شو.
د روانې اوونۍ په پیل کې د افغانستان کرکټ بورډ پر دغو درې لوبغاړيو له هغې وروسته بندیز ولګاوه، چې دوی د ۲۰۲۴ کال لپاره د مرکزي قراردادونو له نوملړه پاتې کېدو ته لیوالتیا وښوده.
کرکټ بورډ دا هم ویلي، چې د اړتیا په صورت کې به دوی په [نړیوالو] لوبو کې د دغو لوبغاړو د ښکېلتیا ارزونه و کړي.
اوس بورډ وايي، فاروقي او نوین کرکټ بورډ ته ډاډورکړی، چې د خپل هېواد د استازیتوب لپاره لیوالتیا لري.
کرکټ بورډ د دوی لیوالتیا منلې او ستایلې ده؛ خو د اړوند موضوع په اړه، چې بورډ یې امر کړی و؛ څېړنې روانې دي.
دغه راز د ۲۰ اوریزو لوبو لوبډلمشر راشد خان، چې په دې وروستیو کې یې د ملا عملیات کړې وه؛ په روان لوبلړ کې ونه لوبیږي. ابراهیم ځدراڼ ورته ملا تړلی؛ خو راشد د ملاتړي په توګه له لوبډلې سره کړي؛ خو مجیب، چې آی پي ال پر ۲۴۱۰۰۰ پلورلی خپلې لوبې روانې ساتي.
دغه درې واړه لوبغاړي د ۲۰۲۳ کال په نړیوال جام کې د افغانستان لپاره ولوبېدل.
د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د ۲۰ اوریزو لوبو لپاره د افغانستان لوبډله:
ابراهیم ځدراڼ (لوبډلمشر) رحمن الله ګربز، محمد اسحاق، حضرت الله ځاځي، صدیق الله اتل، رحمت شاه، درویش رسولي، نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي، کریم جنت، عظمت الله عمرزی، شرف الدین اشرف، فضل الحق فاروقي، نوین الحق، نور احمد، محمد سلیم او قیس احمد.
ملاتړی: راشد خان، اعجاز احمد احمدزی، اکرام علیخیل او ګلبدین نایب