بی بی سی پښتو

فرانسه کې وسلوال درې پولیس ووژل

Published

on

AFP

فرانسه کې یوه وسلوال هغه درې پولیس په ډزو ووژل چې د کورني تاوتریخوالي د کنټرول لپاره سیمې ته تللي وو.

دې پولیسو هڅه کوله له هغې ښځې سره مرسته وکړي چې د چارشنبې ورځې لومړیو کې د کور بام ته ختلې وه.

پېښه د منځنۍ فرانسې په سن ژوست ښار کې شوې ده.

وسلوال پر پولیسو ډزې وکړې چې پایله کې یې یو پولیس ووژل او بل ټپي شو.

وروسته یې کور ته اور واچاوه او دوه نور پولیس یې هم ووژل.

څلورم پولیس هم دې پېښه کې ټپي شوی، خو ښځه ژغورل شوې ده.

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون وايي ټول ملت د پولیسو له کورنیو سره غم او درد کې شریک دی.

نوموړی خپل ټوېټر کې زیاتوي: “امنیتي ځواکونو د ولسي خوندیتوب لپاره ځانونه خطر کې واچول دوی زموږ اتلان دي.”

د فرانسې لومړي وزیر هم د پېښې قربانیانو سره خواشیني ښيي او وايي: “نننۍ پېښې ټول هېواد اغېزمن کړ.”

پولیسو د دې ۴۸ بریدګر مړی هم د پېښې ځای کې موندلی چې د خپل اولاد د کورني توقیف له امله چارواکو پېژاند.

Reuters

د سن ژوست ښاروال وايي، دا کور یو مخ سوځېدلی دی.

لومړیو کې ویل کېدل چې ممکن دا وسلوال په تېښته بریالی شوی وي، ځکه پولیسو لټون پیل کړ.

هغه مهال امنیتی سرچینو ځايي رسنیو ته ویلي باوري دی چې وسلوال تښتېدلی دی، مګر وروسته یې مړی وموندل شو.

Trending

Exit mobile version