بی بی سی پښتو
فرانسې افریقا کې هغه القاعده قومندان وواژه چې افغانستان کې هم جنګېدلی و
فرانسه وايي، د افریقا په شمال هېواد مالي کې د القاعدې ډلې قومندان عبدالمالک دروک دل یې وژلی. د نوموړي عمر ۵۰ کالو ته نږدې یادېده په ۱۹۸۰ کلونو کې افغانستان کې د شوروي ځواکونو پر وړاندې هم جګړه کې برخه اخېستې وه.
د فرانسې دفاع وزیرې فلورنس پرلي وايي، تېره چارشنبه په دغه برید کې د هغه نور ځینې وسله وال ملګري هم ووژل شول.
نوموړې زیاته کړه چې ددې هېواد ځواکونو تېره مې میاشت کې د عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډلې یو لوړپوړی قومندان هم ونیوه.
‘کونړ کې د ‘لشکر طیبه’ ۱۹ غړي وژل شوي’مېرمن پرلي دا عملیات “ماهرانه” وبلل او ادعا یې وکړه چې فرانسې وکړای شول دې” تروریستي ډلو” ته مرګونی ګوزار ورکړي.
عبدالمالک دروک دل څوک و؟
دروک دل د خپل عمر په نږدې ۵۰ کلنی کې په افغانستان کې د شوروي سرتېرو پر وړاندې جګړه کړې وه او داسې انګېرل کېده چې په عراق کې یې د القاعده پخواني مشر ابو مصعب الزرقاوي څخه یې الهام اخېستی و.
پر نوموړي تور وچې ده په افریقا کې د القاعده ډلې د فعالیتونو په لړ کې د ځینو مرګوني بریدونو مشري کړې وه، لکه په ۲۰۱۶ کې د اوګاداګو په پلازمېنه بورکینا فاسو په یوه هوټل هغه برید یادولی شو چې په پایله کې یې ۳۰ تنه ووژل او ۱۵۰ نور یې ټپیان کړل.
په ۲۰۱۲ کې د الجزایر محکمې نوموړی په غیاب کې پر وژنې، “تروریستي سازمان” کې غړیتوب او په بریدونو کې له چاودیدونکو توکو د استعمال له امله په اعدام محکوم کړی و.
دده محکومېدل په ۲۰۰۷ کې د الجزایر په پلازمېنه کې پر درېیو بریدونو تړاو درلود چې په دې بریدونو کې ۲۲ تنه وژل شوي وو او ۲۰۰ نور ټپیان وو.