تازه خبرونه
فرانسې له اسلامي امارت سره د افغانانو پر بېرته ستنولو خبرې پیل کړې
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د دغو خبرو موخه له فرانسې څخه د هغو افغان وګړو د بېرته ستنولو لپاره زمینه برابرول دي، چې په دې هېواد کې ناقانونه مېشت دي او د محکمو لهخوا محکوم شوي یا د عامه نظم لپاره ګواښ بلل کېږي.
یوه ډیپلوماټیکه سرچینه فرانس پرس( ایافپي) خبري آژانس ته ویلي، فرانسې له اسلامي امارت سره د افغان وګړو د ایستلو د« آسانتیا» لپاره تخنیکي خبرې پیل کړې دي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د دغو خبرو موخه له فرانسې څخه د هغو افغان وګړو د بېرته ستنولو لپاره زمینه برابرول دي، چې په دې هېواد کې ناقانونه مېشت دي او د محکمو لهخوا محکوم شوي یا د عامه نظم لپاره ګواښ بلل کېږي.
فرانسې په اګست ۲۰۲۱ز.کال کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا راپدېخوا له اسلامي امارت سره رسمي ډیپلوماټیکې اړیکې نهلري او په کابل کې یې سفارت هم تړلی دی؛ خو پاریس د جرمني، بلجیم او سویډن په ګډون له شاوخوا ۲۰ نورو اروپايي هېوادونو سره یوځای د ځینو افغان وګړو د بېرته ستنولو د بهیر د چټکتیا لپاره هڅې کوي.
د دې موضوع یوې بلې باخبرې سرچینې ایافپي ته ویلي، له فرانسې څخه د ایستل کېدونکو کسانو شمېر ښايي سلګونو ته ورسېږي.
دې ډیپلوماټیکې سرچینې ټینګار کړی، چې دغه تخنیکي خبرې د افغانستان په اړه د فرانسې د دریځ د بدلون معنا نهلري.