سیمه ییز خبرونه
فساد افغان حكومت ته په يوې لويې ننگونې اوښتې دى
فساد افغان حكومت ته په يوې لويې ننگونې اوښتې دى
د عدليې وزارت چارواكي وايې، په عدلي او قضايي بنسټونو كې د حكومتي چارواكو، سياسي او مذهبي ډلو نفوذ د فساد يو عمده عامل دى.
فساد هغه ستونزه ده، چې افغان حكومت ته په يوې لويې ننگونې اوښتې ده.
پراخ فساد افغانستان د نړۍ په كچه په هغو هېوادونو كې راوستى، چې په كې فساد ډېر دى.
د عدليې وزارت د پروگرام او پاليسي جوړولو رئيس شاه ولي عطايي وايې:
په عدلي او قضايي ادارو كې د فساد د شته والي عمده عامل د حكومتي جگپوړو چارواكو نفوذ دى.
په همدې حال كې د افغانستان د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د ادارې د شتمنيو د ثبت د څانگې رئيس نادر محسنی وايې:
ځينې حكومتي چارواكي چمتو نه دي، چې شتمني يې ثبت شي.
د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره د مدني ټولنو د پيوستون رئيس سردار رحيمي د مكافاتو او مجازاتو پر نه شتون نيوكه كوي او په دوسيو كې د زور لرونكو كسانو نفوذ د فساد د زياتوالي عامل بولي.
دا ناسته د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره د مدني ټولنو د پيوستون يا افكك له خوا په لار اچول شوې وه.
په دې بنسټ كې بېلابېلې مدني ټولنې شتون لري، چې په كابل كې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه كې كار كوي.