بی بی سی پښتو
فلسطین الاصله ریما دودین د سپینې ماڼۍ د قانون جوړونې مرستیاله شوه
د امریکا منتخب ولسمشر جو بایډن د خپلې نوې ادارې د غړو ټاکلو په لړ کې دا ځل دوه دیموکراټې فعالې (ریما دودین (فلسطین الاصله/اردنۍ) او شوانزا غوف (افریقا الاصله) په سپینه ماڼۍ کې د قانون جوړونې چارو د دفتر مرستیالانې ټاکلې دي.
جو بایډن د دوشنبې په ورځ ددغو ښځو تر ګومارلو وروسته وویل: “د امریکا ولس زموږ د ادارې کار پیلېدا ته لېوال دی او نن به مرستیالان زموږ د اجنډا وړاندې کولو کې مرسته وکړي چې هر امریکايي ته د یو عادلانه فرصت ضمانت ورکړی.”
ریما دودین څوک ده؟
ریما دودین هغه لومړنۍ عرب الاصله ښځه ده چې د امریکا په تاریخ کې په دې مقام ګومارل کېږي.
هغې د کلیفورنیا پوهنتون اقتصاد او سیاسي علوم لوستي او په ۲۰۰۲ کال فارغه شوې، بیا د الینوی پوهنتون د حقوقو پوهنځي کې شامله او په ۲۰۰۶ کې ترې فارغه شوې ده.
- ټرمپ جو بایډن ته د واک د لېږېدولو بهیر ومانه
- فلسطینۍ رشیده د امریکا کانګرس کې لومړنۍ مسلمانه
- ترکي پارلمان کې تر ټولو کم عمره وکیله
- د امریکایي کانګرس پر مسلمانو غړو اسرائیل ته د سفر بندیز
دودین د دیموکراټ سناتور او د الینوی ایالت د لږکیو د مشر ډیک ډوربین مرستیاله او سلاکاره تېره شوې، د څېړنو مشره یې وه او د یاد سناتور د بشري حقونو او قانون برخو کې د قضايي جرګه ګۍ مرستیاله هم وه.
دودین په څېړنیزو فعالیتونو مشهوره ده او (کانګرس کې څه تېرېږي؟/ یا د کانګرس د ننه) په نامه کتاب یې هم لیکلی چې بروکېنګز انسټېټیوت چاپ کړی دی.
سناتور ډوربین یې په اړه وایي: “ریما زما په دفتر کې له څوارلسو کلونو راهیسې د قانوني ازمویونکې په توګه کار پیل کړی دی، ورو ورو د ټولو کارمنو د درناوي وړ ګرځېدلې ده، دا یوه هوښیاره ښځه ده چې پر وړتیاوو یې باور کېدای شي.”
دی وايي، که څه هم د ده له دفتره یې تګ ده ته زیان دی، خو د بایډن دفتر کې کار کول بایډن ته یوه لاسته راوړنه ده.
دودین د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما په ګډون په ګڼو ولسمشریزو کمپاینونو کې هم فعالیتونه درلودل.
دودین او ملګرې یې غوف به د سیاستوالې لویزا تیریل په مشرۍ کار وکړي.
تیریل د اوباما اداره کې هم کار کړی او د قانون جوړونې برخه کې مرستیاله وه او د معلوماتي ټیکنالوجۍ برخه کې اوږده کاري مخینه لري.
د دودین نسب د فلسطین لویدېځې تراډې الخلیل سیمې دورا کلي ته ورګرځي. اردني رسنیو ویلي، د ریما د مور لخوا نیکه مصطفی دودین نومېده چې د ۷۰مه لسیزه کې د ټولنیزو چارو او کار وزیر و.
ریما په عربي روانې خبرې کوي او ماشومتوب کې له اردن نه له خپلې مور او پلار سره کډواله شوې ده.
بایډن تر ډېره هغه کسان پخپله نوې اداره کې ګومارلي او ګوماري، چې د اوباما په اداره کې د کار کولو تجربه لري.
د امریکا د مالیې راتلونکې وزیره څوک ده؟
د جوبایډن په کابینه کې جنت یلېن د مالیې وزیرې په توګه ټاکل کیږي. دا به لومړی ځل وي چې امریکا کې یوه مېرمن د مالیې د وزیرې په توګه ټاکل کیږي.
مېرمن یلين چې ۷۴ کلنه ده یوه له وتلو اقتصاد پوهانو شمېرل کیږي او د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال د مرکزي بانک مشره او له هغې وړاندې په ۹۰ لسیزه کې د بیل کلینټون اقتصادي مشاوره وه.
د بارک اوباما د دورې پر مهال مېرمن یلین د خزانې مشره وه خو ولسمشر ټرمپ د قانون سره په ټکر د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د هغې د کار له دوام مخه ونیوله.
د امریکايي رسنیو د رپوټونو په اساس د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن د مرکزي بانک مشره په خپله کابینه کې د مالیې وزيره معرفي کړې.
که په مشرانو جرګه کې مېرمن یلېن وټاکل شي نو دا به په امریکا کې لومړۍ مېرمنه وي چې د مالیې وزیره کیږي.
د ۲۰۰۷ کال په اقتصادي رکود کې مېرمن یلېن رول کلیدي یادیږي.