تازه خبرونه
فنلند په افغانستان کې خپل ځواکونه کموي
(Last Updated On: ليندۍ ۱۳, ۱۳۹۹)
د فنلنډ د دفاع وزارت نن (پنجشنبه د لیندۍ ۱۳) څرګنده کړې، چې هېواد یې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر کموي.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې، پرېکړه شوې، چې له افغانستان څخه خپل دوه پر درې برخې سرتېري وباسي.
فنلند دا مهال په افغانستان کې ۶۰ سرتېري لري، چې د ناتو د غوڅ ماموریت ځواکونو تر مشرۍ لاندې افغان ځواکونو ته روزنه او مشورې ورکوي.
د یاد هېواد د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: په افغانستان کې د غوڅ ماموریت ځواکونو په مشرۍ د فنلندي ځواکونو شمېر به له ۶۰ څخه ۲۰ ته راکم شي.
په خبرپاڼه کې راغلي؛ د فنلندي سرتېرو شمېر به راکم شي. پداسې حال کې، چې عملیات له سره تنظیم او ځانګړې دندې بشپړې شوي؛ د فنلند امنیتي ډلې به بېرته هېواد ته راستانه شي.
له دې مخکې د فنلند د فاع وزیر ویلي ول، چې په افغانستان کې به د دغه هېواد د سرتېرو ماموریت پای ته ورسیږي.