ساینس او ټیکنالوژي
فیسبوک به راتلونکې اوونۍ خپل نوم بدل کړي
رویټرز څرګنده کړې؛ د ټولنیزې شبکې شرکت فیسبوک په پام کې لري، چې خپل نوم بدل او راتلونکې اوونۍ خپل نوی نوم په ډاګه کړي.
د دغه راپور له مخې، ممکن نوم یې هوریزون ته نږدې یو څه وي.
سرچینې زیاته کړې؛ د فیسبوک اجرائیوي مشر مارک زاکربرګ په پام کې لري، چې د اکتوبر پر ۲۸ د شرکت د نوم بدلولو په اړه وغږیږي؛ خو شوني ده، چې د نوم بدلون نرې ډېر ژر اعلان شي.
فیسبوک تر اوسه پدې اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.
د فیسبوک برانډ بدلولو له هڅې موخه په آنلاین نړۍ کې د شرکت پر نوی هڅې راڅرخېدل دي او خلک به وکولی شي په مجازی چاپېریال کې د خپلو هڅو او خبرو لپاره بېلابېلې وسیلې وکاروي.
فیسبوک په حقیقت کې ډېره پانګونه کړې او پلان لري، چې شاوخوا درې میلیارډ کاروونکي د ډېرو وسیلو او غوښتنلیکونو له لارې ونښلوي.
ویل کیږي، چې شرکت غواړي د راتلونکیو پېنځه کلونو دننه په اروپایي ټولنه کې ۱۰۰۰۰ کاري دندې رامنځته کړي.