ساینس او ټیکنالوژي
فیسبوک خپل ۱۰ زره کارکوونکي له دندې لرې کوي
(Last Updated On: کب ۲۵, ۱۴۰۱)
فیسبوک، د میتا د یوې برخې په توګه؛ سې شنبې پر ورځ د خپلو ۱۰ زره کارمندانو د لرې کولو اعلان وکړ؛ ځکه، چې له ژور اقتصادي بحران سره مخ دی.
د تکنالوژۍ تر ټولو ستر شرکت فیسبوک څلور میاشتې مخکې هم خپل ۱۱ زره کارکوونکي له دندو ګوښه کړي وه.
د میتا شرکت اجرائیه مشر مارک زاکربرګ ويلي، د دندو ختمول مو د یوه کال د ګټورو هڅو یوه برخه ده؛ خو سخت کار دی.
نوموړي د خپل شرکت کارکوونکیو ته ویلي، د لس زره کارکوونکیو د دندې پای ته رسولو تر څنګ به په شرکت کې پر شته پېنځه سوه دندو نوي کسان ونهګومارل شي.
د یادونې ده، چې د ۲۰۲۲ ز. کال په اوږدو کې دې شرکت ۲۳ میلیادر دالر ګټه کړې؛ خو ویل کیږي، چې د همدې کال تر دسمبره یې هر کال په عایداتو کې څلور سلنه کموالی راغلی دی.