تازه خبرونه

فیصل: د کانکور پايلې سبا اعلانېږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د لوړو زدکړو وزارت وايي، د ۱۳۹۵کال د کانکور د آزموينې پايلې به سبا اعلان شي او دغه بهير د اعلان ځنډ به د محصلينو په زده کړو کې ځنډ را نه ولي.

 د دغه وزارت ویاند وایي، د آزموینېد پايلو داعلان په سبا ورځ به محصلان پوهنځیو ته معرفي شي او د محصلانو د نوم لیکنې بهیر به په پوهنځیو کې د  درس په وړاندې خنډ نه شي.

د لوړو زدکړو وزارت که څه هم د کانکورآزموینه کې د روڼتیا له پاره د یوه بهیر خبره کوي، خو د کانکوردآزموینې پايلې د تېر کال په پرتله پنځلس ورځې وځنډېدې. خو وزارت وایي، دغه ځنډ به یې کارونه ټکني نه کړي بلکې دویبه خپل کارونه د تېر کال په پرتله په ښه توګه وکړي.

د لوړو زدکړو وزارت ویاند محمد امین فیصل وايي: “د کانکور د پايلو د اعلان ځنډ ډېر په ګټه و ځکه چې په دې وخت کې موږ وکولای شول چې په بشپړه توګه د جعل کاريو مخه ونيسو او په راتلونکو کلونو کې جدي تصميم نيول کېږي چې د کانکور په پايلو کې ځنډ رانه شي او د اوسنيو درسونو سېستم د کرېډېټ سېستم دی، نو د محصلينو په درس کې ستونزه نه راځي.”

فیصل وایي، د محصلينو نوم لیکنه سږکال وخت نه غواړي او محصلين به د نتایجو په اعلام سره پوهنځیو ته معرفي شي.

محمد امین فیصل زیاتوي: “سبا ته پايلې اعلانېږي او په ورپسې ورځ محصلين کولای شي خپلو پوهنځي ته د درس له پاره لاړ شي چې هملته په پوهنځيو کې يې نوم ليکنه هم کېږي چې په دې ډول به په کار کې ډېر وخت ضايع نه شي.

د لوړو زدکړو وزارت په وینا، په ۱۳۹۴کال کې دوه سوه دولس زرو کسانو د کانکور آزموینې کې برخه درلوده، چې اته پنځوس زره درې سوه لس به یې دولتي پوهنتونو کې جذب شي او شاوخوا څلور شپیته زره نور به د  نیمه لوړو زده کړو موسسو ته لار پیدا کړي او څلوېښت زره نور به خصوصي پوهنځیو ته معرفي شي.

Trending

Exit mobile version