لوبی
فیفا د نړۍ تازه نوملړ خپور کړ؛ اسپانیا لومړۍ شوه او افغانستان یو سلو یو اویاوم شو
اسپانیا د نړیوال جام دې اتلولۍ دا اروپايي لوبډله د نړیوال نوملړ لومړي مقام ته ورسوله او پخواني مخکښان یې له دې ځایه کښته کړل.
فیفا د ۲۰۲۶ز.کال نړیوال جام له پای ته رسېدا وروسته د نرینه فوټبال تازه نړیوال نوملړ خپور کړ، چې له مخې یې د نړیوال جام اتله اسپانیا د نړۍ د غوره لوبډلو په سر کې راغلې ده.
اسپانیا د نړیوال جام دې اتلولۍ دا اروپايي لوبډله د نړیوال نوملړ لومړي مقام ته ورسوله او پخواني مخکښان یې له دې ځایه کښته کړل.
نوی نوملړ د نړیوال جام او نورو رسمي نړیوالو سیالیو د پایلو پر بنسټ جوړه شوی دی. لوبډلو ته د سیالانو د ځواک او د سیالیو د ارزښت له مخې نمرې زیاتې یا کمې شوې دي.
د تازه نوملړ له مخې، افغانستان په یو سلو یواویاوم ځای کې راغلی او اوس هم د آسیا د ټیټې درجې لرونکو لوبډلو په ډله کې دی؛ خو هڅه کوي پر نړیواله کچه خپل ځای ښه کړي.
په همدې حال کې پاکستان د فیفا د ۲۱۰ غړو ټولنو ترمنځ په یو سل او اتهنويوم ځای کې دی.
د فیفا نړیوال نوملړ د نمرو پر یوه ځانګړي سیسټم ولاړ دی، چې د رسمي نړیوالو سیالیو پایلې، د سیالانو ځواک او د هرې سیالۍ اهمیت په کې په پام کې نیول کېږي.
د نړیوال جام سیالۍ تر ټولو ډېر ارزښت لري؛ له همدې کبله په دې سیالیو کې ښې پایلې د لوبډلو پر نړیوال مقام د پام وړ اغېز کوي.
دغه نوملړ په نړیوال فوټبال کې مهم رول لري؛ ځکه د فیفا او سیمهییزو سیالیو لپاره د لوبډلو د ډلبندۍ او پچې له مهمو معیارونو څخه ګڼل کېږي. لوړ مقام لرونکې لوبډلې معمولاً په پچهاچونه او ډلوېش کې غوره موقعیت ترلاسه کوي.
د ۲۰۲۶ز.کال نړیوال جام له پای ته رسېدا وروسته به ملي لوبډلې خپلې پاملرنې قارهییزو اتلولیو، د نړیوال جام غوراوي پړاوونو او دوستانه سیالیو ته واړوي، چې پایلې به یې د فیفا په راتلونکي نوملړ کې اغېز ولري.