بی بی سی پښتو
فیوسا عثماني؛ د قانون له استادۍ تر ولسمشرۍ
د کوسووا پارلمان د قانون یوه ښوونکې فیوسا عثماني سادريود هېواد ولسمشره ټاکلې. دا دویم ځل دی چې یوه ښځه د کووسوا ولسمشره ټاکل کېږي.
د اروپا په سوېل ختیځ کې ددغه کوچني ګڼمسلمان هېواد دا خبر د خبرونو سرټکی وګرځېد، ځکه چې د نړیوالو په ذهنونو کې یې لاهم د ۹۰مو کلونو د بلقان سیمې د شخړو یادونه پاتې دي.
نوې ۳۹ کلنې ولسمشرې له څو کلونو راهیسې سیاسي فعالیتونه لرل، هغې کوسووا کې حقوق لوستي، بیا یې د امریکا پیټسبرګ پوهنتون کې ماسټري او دوکتورا هم لوستې او په څلورو بهرنیو ژبو خبرې کولی شي.
د کووسوا یوه خبریاله داوینا هلیلي وايي، تر نوې ولسمشرې یوازې درې کاله کشره ده، دواړه په داسې وخت کې زیږېدلې دي چې کوسووا لا خپلواک جمهوریت نه و.
د ۱۹۹۹ کال په جولای کې ناټو ځواکونو د صربي ځواکونو پر مورچلو بمبار وکړ او دا هېواد د ملګرو ملتونو تر ادارې لاندې راغی.
په ۲۰۰۸ کال کوسووا له صربیا (صربستان) خپلواکي اعلان کړه، خو د روسیې، چین، هند او د اسپانیا په څېر ګڼ نور هېوادونه یې لاهم خپلواکي په رسمیت نه پېژني.
په ۲۰۱۰ کال د جرمونو له نړیوالې محکمې سره د اغلې عثماني لاسته راوړنې د هغې ویاړ ګڼل کېږي.
فیوسا عثماني د کوسووا د دیموکراتې ټلوالې ګوند غړې ده چې د فساد پر وړاندې یې – چې ان د خپل ګوند ځینې غړي هم پکې ښکېل وو – ټینګه مبارزه وکړه.
نوموړې د روان کال اپرېل میاشتې لومړیو کې د پارلمان له ۱۲۰ رایو ۷۱ د تایید رایې وګټلې او د پخواني ولسمشر هاشم تاچي ځایناستې شوه. تاچي د ۲۰۲۰ کال په دوبي کې وروسته تر هغه له ولسمشرۍ استعفا وکړه چې د جنګي جرمونو تورونه پرې ولګول شول.
“ښه سیاستواله مېرمن او مور وي”
خبریاله داوینا هلیلي وايي، د اغلې عثماني هڅو هغه ولسمشرۍ ته ورسوله “ځکه چې د کوسووا په سیاست کې یوې ښځې ته ډېره ګرانه ده چې غږ یې دې واورېدل شي، خو هغې ټولنې ته مخه کړه او خلکو باور پرې وکړ”.
اغلې عثماني د کوسووا د پارلمان مشره هم تېره شوې ده. دوه لوڼې لري، خو تل یې پیغام دا وي چې یوه ښه سیاستواله مور او مېرمن دواړه کېدلی شي.
که څه هم په کوسووا کې د ولسمشرۍ مقام یوه نمایشي دنده ده، خو اصلي اجرایوي ځواک د لومړي وزیر په لاس کې وي.
خو ښکاري چې ښځه ولسمشره هم کولی شي په دې هېواد کې د مخکېنۍ ولسمشرې عاطفه یحیی اغا په څېر د ښځو اړوندو مسلو ته ډېر کار وکړي او د ولس محبوبیت خپل کړي.
عاطفه یحیی اغا چې د پولیسو چارو کې یې زدکړې کړې وې، په ۲۰۱۱ کال ولسمشره شوه، هغې د جګړې د کلونو پرمهال پر ۲۰ زره ښځو د تېري قضیې راپورته کړې.
د هغې د واکمنۍ پرمهال د پلازمېنې په یوه لوبغالي کې د ښځو ۵۰۰۰ پرتوګ او کمیسونه د ژغورل شویو ښځو د یاد په توګه پر تنابونو وځړول شول.