تازه خبرونه
قرغزستان د بدخشان له پامیریانو سره بشري او روغتیایي مرستې وکړې
د قرغزستان یوې رسنۍ راپور ورکړ، چې د کار وزارت د بدخشان ولایت د پامیري سیمې قرغزیانو ته د بشري مرستو یوه کڅوړه لیږل شوې ده.
د قرغزستان د کار وزارت د ولسمشر له لارښوونې سره سم د بدخشان ولایت د پامیر اوسیدونکو ته د انساني او حیواني روغتیا اړوند تجهیزات ورسول او د دوی طبي ډلو د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۷۶۵ څخه زیاتو خلکو ته روغتیایي مرستې وړاندې کړې.
د قرغزستان یوې رسنۍ راپور ورکړ، چې د کار وزارت د بدخشان ولایت د پامیري سیمې قرغزیانو ته د بشري مرستو یوه کڅوړه لیږل شوې ده.
د راپور له مخې؛ د قرغزستان پلاوي د ولسمشر پر لارښوونه د دې سیمې اوسیدونکو ته طبي او وترنري توکي او تجهیزات ورسول.
د راپور له مخې؛د قرغزستان روغتیایي ډلې، چې د زړه، غاښونو او نسایي او ولادي ډاکټران په کې دي؛ د ۱۸۷ میرمنو او ۲۰۷ ماشومانو په ګډون له ۷۶۵ څخه زیاتو خلکو معاینه وکړه او د روغتیایی خدماتو پر چمتو کولو سربېره یې دوی ته د ساري ناروغیو د مخنیوي په اړه مشورې او روزنه ورکړه.
