تازه خبرونه
قرغیزستان او اروپايي اتحادیې د بنسټیزو آسانتیاوو او پانګونې پر لومړیتوبونو خبرې وکړې
په دې غونډه کې د قرغزستان پلاوي، چې مشري یې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مدر اباکیروف کوله، او د اروپايي ټولنې پلاوي، چې مشري یې د اروپايي کمیسیون په نړیوالو ملګرتیاوو مدیریت کې د مرکزي آسیا او افغانستان د څانګې مشرې شارلوټ اډریان کوله، ګډون کړی و.
د قرغزستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د قرغزستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د پراختیایي همکارۍ د فرعي کمیټې اوومه غونډه د جمعې پر ورځ په بشکیک کې ترسره شوې ده.
په دې غونډه کې د قرغزستان پلاوي، چې مشري یې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مدر اباکیروف کوله، او د اروپايي ټولنې پلاوي، چې مشري یې د اروپايي کمیسیون په نړیوالو ملګرتیاوو مدیریت کې د مرکزي آسیا او افغانستان د څانګې مشرې شارلوټ اډریان کوله، ګډون کړی و.
په دې غونډه کې د قرغزستان د بېلابېلو دولتي ادارو استازو ګډون کړی و او د بنسټیزو آسانتیاوو او پانګونې لومړیتوبونو او همدارنګه د قرغزستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د همکارۍ د مهمو وسایلو په پلي کولو کې پر پرمختګ راوڅرخېدل.
شارلوټ اډریان هم د «نړیواله دروازه» نوښت په چوکاټ کې مثبت پرمختګونه وستایل او په ځانګړي ډول یې د قرغیزستان او د اروپا د پانګونې بانک ترمنځ د انرژۍ په برخه کې د همکارۍ د هوکړهلیک لاسلیک یو مهم ګام وباله.
په پای کې، دواړو لوریو د دوهاړخیزو او سیمهییزو همکاریو د اړینو موضوعاتو په اړه د نظرونو تبادله وکړه او د ګډو لېوالتیاوو په برخو کې یې د اړیکو د پیاوړتیا او همکاریو د اغېزمنتیا د زیاتولو لپاره یې لومړیتوبونه وټاکل.