تازه خبرونه

قزاقستان به د افغانستان سفارت د اسلامي امارت ديپلوماتانو ته وسپاري

Published

on

Last Updated on: وری ۲۸, ۱۴۰۲

د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ويلي، چې د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال پر مشرۍ  یې له یوه لوړ‌پوړي پلاوي سره په کتنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

له ګاونډیو او سیمې سره د اسلامي امارت د دیپلوماتیکو اړیکو د پراخیدو په درشل کې قزاقستان هم چمتوالی ښودلی، چې په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت د اسلامي امارت دیپلوماتانو ته وسپاري.

د رییس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر وايي، په کابل کې يې د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال پر مشري له پلاوي سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سياسي، اقتصادي او سوداګريزو مسايلو خبرې وکړې.

د ملا عبدالغني برادر د څرګندونو له مخې؛ قزاقستاني پلاوي ژمنه وکړه، چې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پوره پیاوړتیا لپاره به په قزاقستان کې د افغانستان سفارت چارې د اسلامي امارت نویو دیپلوماتانو ته وسپاري.

نوموړی وایي؛ قزاقستاني پلاوي ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به د افغانستان د سفارت چارې د اسلامي امارت د یپلوماتانو ته وسپاري.

په دې کتنه کې په افغانستان کې په سترو اقتصادي پروژو د پانګونې پر شرایطو هم خبرې شوي دي.

ملا برادر وايي، چې په دې کتنه کې د ديپلوماتيکو اړيکو پراختيا د دواړو هېوادونو په ګټه وبلل شوه او د دوه اړخيزو همکاريو پر دوام ټينګار وشو.

په دې کتنه کې افغان لوري قزاقستاني پلاوي ته ویلي، چې په افغانستان کې د سترو اقتصادي پروژو د پانګونې لپاره ښه شرایط برابر دي او اسلامي امارت هغو هېوادونو ته د دې پروژو لومړیتوب ورکوي، چې افغانستان ته ښه نیت ولري.

د قزاقستان د لومړي وزير مرستيال ویلي، چې تېر کال د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ اندازه څه باندې يو ميليارد دالره ول، چې د تېر پر پرتله دوه برابره زياتوالى ښيي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاريو پر زياتېدو به دغه کچه ۳ میلیارد دالرو ته ورسيږي.

د یادونې وړ ده، چې له دې مخکې د قزاقستان پلاوي په کابل کې د بهرنیو چارو، صنعت او سوداګرۍ له وزیرانو سره هم کتلي دي.

Trending

Exit mobile version