تازه خبرونه

قزاقستان د اسلامي امارت سفیر مني او ډیپلوماټیکې اړیکې به لوړې کړي

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل ویلي؛ دا پرېکړه د قزاقستان بهرنیو چارو وزیر خپل افغان سیال ته رسولې، چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو د نويو کولو د یوې مهمې نښې په توګه لیدل کیږي.

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۲۲, ۱۴۰۴

د بهرنیو چارو وزارت یوه افغان چارواکي د شنبې پر ورځ ویلي؛ قزاقستان پرېکړه کړې، چې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان اسلامي امارت (IEA) سفیر په آستانه کې ومني او په کابل کې به خپل ډیپلوماتیک ماموریت د سفیر تر کچې لوړ کړي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل ویلي؛ دا پرېکړه د قزاقستان بهرنیو چارو وزیر خپل افغان سیال ته رسولې، چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو د نويو کولو د یوې مهمې نښې په توګه لیدل کیږي.

روسیه یوازنی هېواد دی، چې په رسمي بڼه یې د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت پېژندلی.

اسلامي امارت د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د کابل واک بیا ترلاسه کړاو د امریکا پر مشرۍ د ناټو ځواکونه له ۲۰ کلنې جګړې وروسته پوره ووتل.

د چین، متحده عربي اماراتو، ازبکستان او پاکستان په ګډون خینې هېوادونه په کابل کې چارسمبالي سفیران لري، چې د پېژندنې پر لوري یو ګام دی.

Trending

Exit mobile version