تازه خبرونه
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه وکړه
ژومانګارین ویلي، افغانستان او پاکستان دوه مسلمان او ګاونډ هېوادونه دي، چې باید خپل ټول اختلافيمسائل خبرو ته وړاندې او له همدې لارې یې حل کړي.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د اقتصاد وزیر سریک ژومانګارین کابل ته د سفر پر مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د کمېدو غوښتنه کړې او ټینګار کوي، چې د دواړو هېوادونو اختلافات باید د خبرو اترو او ډیپلوماټیکو لارو هوار شي.
ژومانګارین ویلي، افغانستان او پاکستان دوه مسلمان او ګاونډ هېوادونه دي، چې باید خپل ټول اختلافيمسائل خبرو ته وړاندې او له همدې لارې یې حل کړي.
هغه زیاته کړې؛ قزاقستان د رسمي غوښتنې په صورت کې چمتو دی، چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ د منځګړیتوب او د کړکېچ د هواري لپاره رول ولوبوي.
هغه ویلي: «هر ډول شخړه باید د خبرو له لارې حل شي. د قزاقستان ولسمشر هم پر همدې موضوع ټینګار لري او مونږ له دواړو لوریو غواړو، چې خپلې لانجمن مسائل د ډیپلوماټیکو لارو هوارې کړي.»
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال همداراز له افغانستان سره د خپل هېواد پر نږدې اړیکو ټینګار کړی او څرګندوي، چې آستانې ان په سختو کلونو کې هم خپله سفارت فعال ساتلی و.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، قزاقستان له هغو لومړیو هېوادونو څخه و، چې خپل سفارت ته یې رسمي حیثیت ورکړ او په کابل کې یې میشت سفیر معرفي کړ.
ژومانګارین زیاته کړې؛ قزاقستان لومړنی هېواد و، چې د اسلامي امارت نوم یې د خپلو ممنوعه ډلو له نوملړه ایستلی دی. هغه همداراز ویلي، چې په قزاقستان کې د افغانستان سفارت او کونسلګري اوس هم فعالیت کوي.
نوموړی هیله شوی، چې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې موضوع به هم د ډیپلوماټیکو او سیاسي بهیرونو په چوکاټ کې مخته ولاړه شي او په نږدې راتلونکي کې پایلې ته ورسېږي.
کابل ته د قزاقستان لوړپوړی پلاوی د سریک ژومانګارین پر مشرۍ د غبرګولي پر دېرشمه کابل ته راغلی و او له افغان چارواکو سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او سیاسي همکاریو د پراخېدو په اړه خبرې کړې دي.