سیمه ییز خبرونه

قزاقستان د جون د دولسمې د ځنګلي اور د قربانیانو لپاره ملي ماتم اعلان کړ

Published

on

د اکیپرس د څرګندونو له مخې؛ د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف د جون دولسمه د هغو خلکو لپاره د ملي ماتم ورځ اعلان کړه، چې د آبای د اړوند سیمې په ځنګل کې د اورلګېدنې له کبله مړه شوي دي.

توکایف د قربانیانو له کورنیو سره په یوه ګډه ناسته کې څرګنده کړې؛ زه دا دوشنبه د ملي ماتم ورځ اعلانوم. مونږ به ستاسې ترڅنګ یوځای ویر او ماتم کوو او د هغو کسانو نومونه به یادوو، چې مړه شوي دي. زه له تاسې غوښتنه کوم، چې غښتلي او آرامه اوسئ.

توکایف د ځنګل‌پالنې د ارواښادو کارکوونکیو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ، چې دا مونږ ټولو ته یوه لویه غمیزه ده.

د قزاقستان په ختیځ کې د آبای په سیمه کې د ۶۰ زره هکتاره ځنګله طبیعي اور د جون پر اتمه پیل شوی؛ له ۱۰۰۰ څخه زیات کسان او ۲۵۲ کاري ډله د اور په وژلو کې ښکېل دي.

د اکی‌پریس د څرګندونو له مخې؛ توکایف د اورلګیدنې پر وړاندې د بېړنیو حالاتو د وزارت مشر له دندې ګوښه کړ.

د دې اور لګېدنې په پایله کې ۱۴ کسان مړه شوي، چې ۵ یې وپېژندل شول.

Trending

Exit mobile version