Connect with us

تازه خبرونه

قضایي ادارو ته نه ځو، دوسیه سیاسي ده

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

جنرال دوستم به د احمد ایشچي د ادعاو په تړاو لویې څارنوالۍ او سترې محکمې ته د ځواب ویلو لپاره حاضر نه شي.

د احمد ایشچي او جنرال دوستم قضیه اوس سترې محکمې ته لیږل شوې ده. ادعا کیږي، چې جنرال او ساتونکو یې د جوزجان پر پخواني والي  جنسي ځورونه کړې ده.  

د جنبش ملي اسلامي ګوند ویاند بشیر احمد ته ینج وایي، د جنرال دوستم دوسیه سیاسي ده او له همدې کبله به هغه عدلي او قضایی  ادارو ته ورنه شي.

د هغه په وینا؛ په نظام کې ځینې کړۍ شته، چې د ولسمشر د لومړي مرستیال د ځایګي د کمزورتیا په هڅه کې دي او غواړي د افغانستان د ژغورنې لپاره د ائتلاف شورا له ننګونو سره مخ کړي.

د جوزجان پخوانی والي احمد ایشچي وایي، عدلي او قضایی ارګانونو ته د جنرال دوستم ورتګ او نه ورتګ پر دې قضیې کوم اغېز نه کوي او باید د هغه په غیاب کې پرېکړه وشي.

له امریکا وروسته اروپایي ټولنې هم د دې قضیې د څېړلو غوښتنه کړې ده.

اروپایی ټولنه وایي، چې د جنرال دوستم او احمد ایشچي قضیه باید په سمه وڅېړل شي.

د اروپایی ټولنې غړي هېوادونه او ناروې غواړي، چې د بشري حقونو د نقض موارد په بیړه او وخت سره وڅېړل شي او د جنرال دوستم قضیه دې هم تعقیب شي. په دې کې برخه کې باید هیڅ ډول معافیت  شتون ونه لري.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وایي، د ائتنلافونو او بدلونونو په اړه، چې په هېواد کې رامنځته شوي؛ د یوې خپلواکې او غیر سیاسي اداري په توګه به یوازې د عدالت د خوندي کولو لپاره هڅې کوي.           

ولسمشر غني وایي، چې نوموړی د لوی څارنوال په اجازه د درملنې لپاره ترکیې ته تللی؛ خو د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر دغه خبرې ردوي.

جنرال دوستم دا مهال په ترکیه کې دی.

Advertisement

تازه خبرونه

څار: د ملګرو ملتونو له‌خوا د افغانستان د بشري حقونو د ملي راپور منل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

Continue Reading

تازه خبرونه

مولوي عبدالکبیر د کازان نړیوالې ناستې ته وبلل شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

په کابل کې د روسیې سفیر د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ته په هغه نړیواله غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه، چې د دغه هېواد د تاتارستان په کازان ښار کې جوړېږي.

د ارګ د څرګندونو له مخې نن یکشنبه په کابل کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د روسیې سفارت له چارسمبالي سره په لیدنه کې پر همکاریو، تعامل  او اقتصادي پیاوړتیا ټینګار څرګند کړ.

مولوي عبدالکبیر نوموړي ته د ښه راغلاست تر څنګ له بلنې مننه کړې او څرګندوي، چې له مسکو سره د کابل اړیکې د دواړو خواوو په ګټه دي او کولی شي په سیمه کې د ثبات او پرمختګ سبب شي.

ارګ د روسیې سفارت د چارسمبالي دیمتري ژیرنوف د څرګندونو له مخې ویلي، چې د اسلامي امارت او روسیې د دوه اړخیزو همکاريو او تعامل پراختیا کولی شي د سیمې د ثبات او د افغانستان له اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي.

په دې ناسته کې دیمیتري ژیرنوف زیاته کړې، چې روسیه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو ده او غواړي د دواړو لورو تر منځ اړیکې نورې هم وغوړېږي.

نوموړي د افغانستان په اړه په نړیوالو ناستو کې د روسیې پر مثبت نظر د ټینګار ترڅنګ زیاته کړې، چې مسکو په مهمو ناستو کې د اسلامي امارت نظر ته ارزښت ورکوي.

ویل کیږي، چې، مولوي عبدالکبیر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي مهمې او دوستانه وبللې او له روسي پانګوالو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په غور کې د سېلابونو له کبله سلګونه خلک بې ځایه شول

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

د غور ولايت د مهاجرينو چارو رياست ويلي؛ په دې ولايت کې د سې شنبې پر ورځ (د غویي پېنځلسمه) د سېلابونو له کبله يو تن مړ، دوه ټپيان او له ۵۰۰ ډېرې کورنۍ بې ځايه شوې دي.

دغه رياست زياته کړې، چې د غور په مرغاب او چارصده ولسواليو کې د سېلابونو له کبله د مرغاب ولسوالۍ له لس ډېر کلي او د چارصدې ولسوالۍ شپږ کلي زيانمن شوي دي.

د دغه ریاست د څرګندونو له مخې؛ ۵۵ دوکانونه، ۱۰ د استوګنې کورونه ویجاړ شوي او د دواړو ولسوالیو ترمنځ لارې هم تړل شوې دي.

د غور ولايت د مهاجرينو چارو رييس ميراحمد مصمیم ويلي، چې له خپلو اصلي ځايونو څخه کورنۍ د غرونو د لمنو په آزاده فضا کې ژوند کوي او بېړنیو او لومړنيو مرستو ته اړتيا لري.

د میر احمد مصمیم د څرګندونو له مخې؛ شونې ده، چې ځاني او مالي زیانونه نور هم ډېر شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!