تازه خبرونه
قطر او افغانستان له ۳۰ زره افغان زدهکوونکیو څخه د ملاتړ هوکړه لاسلیک کړه
د قطر پراختیایي وجهي صندوق (QFFD) د سې شنبې پر ورځ د اسلامي امارت د پوهنې وزارت له پلاوي سره په هېواد کې د ۳۰ زره زدهکوونکیو د زدهکړې د یوې پروژې د ملاتړ لپاره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
دغه هوکړه لیک د قطر پراختیایي صندوق د عمومي رییس خلیفه بن جاسم الکواري او د پوهنې وزیر حبیب الله آغا حقاني ترمنځ د یوې غونډې پر مهال لاسلیک شو.
دراپورونو له مخې؛ د دې پروژې هدف د افغانستان په څو ولایتونو کې د ۳۰۰۰۰ زدهکوونکیو، چې ۵۰ سلنه یې نجونې دي نوملیکنه ده، چې په څو ولایتونو کې خپلې لومړنۍ زدهکړې بشپړې کړي.
دغه ګډه پروژه، چې درې کاله به روانه وي؛ د نجونو او معلولیت لرونکیو زدهکوونکیو په ګډون به اکثره هغو ماشومان، چې په ښوونځیو کې ندي او اړمن پاتې دي برخمن شي.
دغه راز څرګنده شوې، چې کار او همغږي به د زدهکړو د سیمه ییزو ټولګیو د جوړولو، رغونې او د روغتیا ساتنې اسانتیاو ته وده ورکولو لپاره ترسره شي.
دا به د ټولنې ښوونکیو لپاره روزنه هم چمتو کړي او نور ښوونکي به هم ورزیات کړي او د زدهکوونکیو په نوملیکنه کې کلیدي شریکان ښکېلوي.
خلیفه بن جاسم الکواري ویلي: مونږ باور لرو، چې زدهکړه د لږ پرمختللیو هېوادونو د سوکالۍ لپاره یو له مهمو ستنو څخه ده.
له بده مرغه نن په افغانستان کې ۳.۷ میلیون ماشومان له ښوونځیو بهر دي، چې ۶۰ سلنه یې نجونې دي.
هغه زیاته کړې: د دې هوکړې له مخې به مونږ ۳۰ زره نرینه او ښځینه زدهکوونکي تر پوښښ لاندې راولو، چې ۵۰ سلنه به یې نجونې وي او دا زمونږ د لید یوه برخه ده، چې د ټولو لپاره ښوونې او روزنې ته له عادلانه لاسرسي ملاتړ وکړو.