تازه خبرونه
قطر د افغانستان ملګری او همکار هېواد دی – محمد یعقوب مجاهد
عنایت الله خوارزمي په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې محمد یعقوب مجاهد د افغانستان له خلکو سره د قطر له اوږدمهاله مرستو او همکاریو ستاینه وکړه.
د دفاع وزارت ویاند ويلي، چې د دفاع وزارت چارسمبالي محمد یعقوب مجاهد په کابل کې د قطر له شارژدافیر مردف القاشوطي سره په لیدنه کې قطر د ” ملګري او همکار” هېواد په توګه وستایه او له دې هېواد سره یې د دوامداره اړیکو د ودې او پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی دی.
عنایت الله خوارزمي په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې محمد یعقوب مجاهد د افغانستان له خلکو سره د قطر له اوږدمهاله مرستو او همکاریو ستاینه وکړه.
د خوارزمي د څرګندونو له مخې؛ دواړو خواوو د اقتصاد، سوداګرۍ، د کابل او دوحې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او نورو اړوند مسلو په برخو کې د ډېرو نورو همکاریو په اړه بحث او خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د دفاع وزارت چارسمبالي پرون په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر فیصل بن طلق البقمي سره هم لیدنه کړې وه.
