تازه خبرونه

قطر د افغان ‌ټرانس اوسپنې‌پټلۍ له پروژې خپل ملاتړ څرګند کړ – ازبکستان

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۹, ۱۴۰۲)

د ازبکستان ولسمشر د قطر له امیر سره په کتنه کې له دغه هېواده د افغان‌ټرانس پروژې ته د همکاري او ملاتړ غوښتنه وکړه، چې فطر هم له دغې پروژې خپل ملاتړ څرګند کړ.

افغان ټرانس اوسپنې‌پټلۍ پروژه له سیمه‌ییزو مهمو پروژو څخه ګڼل کیږي، چې پلې کیدا یې یوه نړیواله اړتیا ده.

ازبکستان، چې د دې پروژې سرچینه ده؛ هڅه کوي، چې د دې پروژې لپاره نړیوال ملاتړ ترلاسه کړي.

یو له هغو هېوادونو څخه، چې په دې برخه کې بنسټیز رول لوبولی شي؛ قطر دی. د قطر امیر ازبکستان ته تللی، چې د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د خبرو یو مهم ټکی د افغانستان د اوسپنې‌پټلۍ همدا پروژه وه.

د ازبکستان ولسمشر له قطر څخه وغوښتل چې د دې پروژې ملاتړ وکړي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ویلي؛ مونږ د نویو ګډو پانګونو پروژو ته ځانګړې پاملرنه کوو. په ځانګړي توګه د زرغون انرژۍ، صنعت، کرنې، د بېخبناوو پراختیا د سیمې او افغانستان یوه غوښتنه ده او د ترانسپورت په برخه کې د همکارۍ د پراخولو لارې چارې هم په پام کې نیول شوي دي. په ځانګړي توګه مونږ د افغان ترانس اوسپنې‌پټلۍ پروژې جوړېدو لپاره د قطر بشپړ ملاتړ ته اړتیا لرو.

دغه راز د افغانستان د اوسپنې‌پټلۍ ادارې مسوولین هم وايي؛ افغان ټرانس یوه سیمه ییزه پروژه ده، چې نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري او د اسلامي امارت له واکمنیدو وروسته یې سروې هم بریالی ترسره شوې او د دې پروژې لار هم معلومه شوې ده.

د اوسپنې‌پټلۍ ادارې ویاندو ويلي؛ په دې پروژه کې ښکېلو هېوادونو په درې اړخیزه غونډه کې هم پر یو کلن پلان کار کړی دی.

د اوسپنې‌پټلۍ د ادارې ویاند سمیع دراني ويلي؛ د افغان ټرانس پروژه یوه سیمه‌ییزه پروژه ده، چې د سیمې او هم د نړۍ د هېوادونو مرستې ته اړتیا لري او د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د دغې پروژې لومړۍ سرورې بشپړه شوې هم ده.

د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت د کابل له دشت الوان څخه تر ارغندي پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ مزي د غځولو پروژې له پرانیستې خبر ورکړ.
د اوبو او انرژۍ وزارت چارسمبالي عبداللطیف منصور ويلي؛ دا پروژه کولی شي، چې هېواد ته د ازبکستان ډېره برښنا راوارد کړي او د خلکو ستونزې ورسره کمي شي.

د اقتصادي چارو شنونکيو هم ويلي، چې د دې پروژې بشپړېدا د افغانستان او سویلي آسیا او منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لامل ګرځي او دا پروژه کولی شي، چې په هېواد کې کاري زمینې او اقتصادي وضعیت ښه کړي.

ازبکستان، پاکستان او افغانستان په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې هوکړه وکړه، چې د افغان ټرانس پروژه پلې کړي خو د دې پروژې عملي کار بیا ډېر مالي لګښت لري.

Trending

Exit mobile version