تازه خبرونه

قطر د امریکا او اسلامي امارت د استخباراتي چارواکو د ناستې کوربه و

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۷, ۱۴۰۱)

د امریکا سي ان ان خبري چینل راپور ورکړی، چې د کابل په شېرپور سیمه کې د امریکا د بې پیلوته الوتکې له برید وروسته د امریکا او اسلامي امارت لوړ پوړیو چارواکو د لومړي ځل لپاره په دوحه کې سره وکتل.

د قطر پلازمېنه دوحه، چې له کلونو راپدیخوا د امریکايي چارواکو او اسلامي امارت د غړیو تر منځ د خبرو کوربه پاتې شوی او دادی یو ځل بیا په داسې حال کې، چې اسلامي امارت پر ټوله خاوره واکمن شوی له امریکا استازيو سره یې د استخباراتي ناستې کوربتوب کړی دی.  امریکا څه موده مخکې له اسلامي امارت سره د هر ډول مستقیمو اړیکو د پرېکون اعلان کړی و او د کابل په شېرپور سیمه کې د امریکايي بې پیلوته الوتکو له برید وروسته د امریکايي چارواکو او اسلامي امارت تر منځ هیڅ ډول خبرې نه وې شوې.

سي ان ان تلویزیوني شبکې راپور ورکړی، چې لوړ پوړیو امریکايي چارواکو په دوحه کې د اسلامي امارت له لوړ پوړي پلاوي سره خبرې کړې دي.

په راپور کې ویل شوي، چې د امریکا په استازیتوب د مرکزي استخباراتو د ادارې مرستیال او د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي او د اسلامي امارت په استازیتوب د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثیق په دې غونډه کې ګډون کړی و.

ویل کیږي، چې په دې غونډه کې د سي اى اې مرستيال ديويد کوهن، د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس ويست او د اسلامي امارت د استخباراتو رييس عبدالحق وثيق او ورسره مل پلاوي ګډون درلود.

اسلامي امارت اوس هم په کابل کې د امریکا د بې پيلوته الوتکې په برید کې  د ایمن الظواهري وژنه یو تور بولي او وايي، چې د دې قضیې تحقیقات بشپړ شوي ندي.

د دغو خبرو اترو تمرکز د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه بلل شوې ده؛ خو اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.

کابل په ځلونو په افغانستان کې د کومې ترهګرې ډلې شتوالی رد کړی او ویلي یې دي، چې افغانستان نورو هېوادونو ته ګواښ ندی؛ خو ځينې هېوادونه اوس هم په دې اړه اندېښمن دي.

له بلې خوا په کابل کې د ایمن الظواهري د وژل کېدو ادعا له نړۍ سره د اسلامي امارت پر اړیکو سیوري اچولی. که څه هم د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې په کابل کې د امریکا د هوايي برید په اړه پلټنې روانې دي.

سي ان ان په دې راپور کې زیاته کړې؛ په داسې حال کې، چې امریکا له اسلامي امارت سره د امریکايي تبعه مارک فریکس د خلاصون په ګډون خبرو اترو ته دوام ورکړی؛ خو د دواړو لورو لوړ پوړي چارواکي له څه مودې راپدیخوا مخامخ نه وو ناست.

مارک فریکس، چې یو امریکايي انجینر دی تېره میاشت له د ګوانتانامو له وروستي افغان بشر نورزي سره تبادله شو.

Trending

Exit mobile version