لوبی

قطر د فوټبال نړیوال جام د ساتنې لپاره بې پیلوته الوتکې کاروي

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱, ۱۴۰۱)

د بي بي سي د راپور له مخې؛ قطر به د ۲۰۲۲ نړیوال جام د خوندي څارنې لپاره د بشري ځواک ترڅنګ بې پیلوته الوتکې وکاروي، چې په دې اړه یې له امریکایي شرکت فورت تکنالوژۍ سره یو تړون هم لاسلیک کړی دی.

دغه امریکايي شرکت د قطر له حکومت سره په یوه تړون کې د احتمالي برید کوونکیو بې پیلوته الوتکو د مقابلې لپاره لوبغالو ته خپلې بې پیلوته الوتکې لیږي.

یاد شرکت څرګنده کړې؛ د دوی سیستم د بې پیلوته الوتکو د راغورځولو لپاره خوندي لار ده او د پوځي وسلو کارولو برعکس شوني زیانونه کموي.

د شرکت بې پیلوته الوتکې، چې د DroneHunters په نوم یادیږي؛ پر کوچني برید کوونکي ډرون جال غورځوي او کولی شي یو بل چاپېریال ته یې ولیږدوي. پر لویو هغو یو جال اچول کیږي، چې پاراشوت لري او کولی شي ورو ورو یې ځمکې ته راکاږي.

ډېر نور هېوادونه او ټولنې به د ۲۰۲۲ نړیوال جام سیالیو په خوندي کولو کې له قطر سره مرسته وکړي. د برمنګهم پوهنتون پروفیسور دیوید دون وايي، چې په ترهګریزو عملیاتو کې د بې پیلوته الوتکو کارول؛ ځکه ډېر شوي، چې تکنالوژي ته لاسرسی ډېر شوی دی.

د پایلې په توګه، د دغو دفاعي سیستمونو کارولو ته اړتیا تر بل هر وخت ډېره شوې او د امنیت په ساتلو کې به ګټورې وي.

Trending

Exit mobile version