تازه خبرونه

قطر په کندهار کې ۴۰۰ بستریز روغتون جوړوي

Published

on

د عامې روغتیا وزارت څرګنده کړې، چې قطر غواړي په کندهار ولایت کې ۴۰۰ بستریز روغتون جوړ کړي.

 د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان ويلي، د دغه روغتون د جوړېدو چارې به ډېر ژر پیل شي.

نوموړي زیاته کړې؛ قطر د افغان داکترانو لپاره د ځانګړې روزنې ژمنه هم کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وايي، ډېر ژر به د تخصصي روزنې لپاره د افغان داکترانو نوملړ قطر ته وړاندې شي.

Trending

Exit mobile version