تازه خبرونه

قومي مشران: د نورستان اویا په سلو کې خاوره د طالبانو په واک کې ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د نورستان قومی مشران وايي، د دغه ولایت اویا په سلو کې خاوره د وسله والو طالبانو په واک کې ده او د هغوی قوانین پکې چلېږي.
دوی زیاتوي، چې د ولایتي چارواکو د کمزوري مدیریت او د سیمې د استخباراتو د بربنډې لاسوهنې له کبله د دغه ولایت زیاتره برخه د حکومت له کنټروله وتلې ده.
د ولسمشریزو ټاکنو ناندریو او د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د نا امنیو زیاتېدل هغه څه دي، چې خلک یې اندېښمن کړي دي.
د نورستان ځیني قومي مشران وايي، د دغه ولایت اویا په سلو کې سیمې د وسله والو طالبانو په واک کې دي.
دوی د وسله والو مخالفینو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې په دغه ولایت کې امنیتي ځواکونه ناتوانه بولي او زیاتوي، چې په کراتو يې له کابل څخه د اضافي سرتېرو غوښتنه کړې، خو هغوی تر اوسه په دې اړوند مثبت ځواب نه دی ورکړی.
له بلې خوا په ولسي جرګه کې د نورستان د خلکو استازی مولوي احمد الله موحد وايي، په دغه ولایت کې د مخالفینو د سنګر مشري هغو وسله والو طالبانو په لاس کې اخیستې، چې له بګرام زندان څخه خوشې شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب الله دانش بیا د نورستان ولایت د قومي مشرانو څرګندونې ردوي او زیاتوي امنیتي ځواکونه په نورستان او ور څېرمه ولایتونو کې د امنیت د ټینګښت وړتیا لري.
د نورستان قومي مشران د پاکستان سره پر ګډه پوله د ۲۵۰ کیلومتره ډیورند کرښې د امنیت په باب اندېښنه ښيي او خبرداری ورکوي که دغه حالت ته جدي پام ونه شی، دغه ولایت به د نشه یی توکو د کرکېلې او قاچاق پر مرکز بدل شي.

Trending

Exit mobile version