سیمه ییز خبرونه
كابل به په راروانه مياشت كې د دين پوهانو د ناستې كوربه وي
افغان او پاكستاني ديني عالمانو پرېكړه كړې، چې:
په راتلونكې ميلادي مياشت كې به كابل د دواړو هېوادونو د پېنځه سوه ديني عالمانو د غونډې كوربتوب وكړي.
په دې غونډه كې به په افغانستان او پاكستان كې د امنيت او ثبات د ټينگښت په اړه بحثونه وشي.
د همدې اوونۍ په سر كې د افغانستان د عالمانو اته كسيز پلاوي د سولې عالي شورا تر څارنې لاندې پاكستان ته سفر درلود.
دغه اته كسيز پلاوى، چې اوس بېرته هېواد ته را ستون شوى وايي:
له پاكستانيو عالمانو سره بشپړې گټورې خبرې تر سره شوې دي.
د سولې عالي شورا منشي امين الدين مظفريوايي:
د كابل په جوړېدونكې غونډه كې به د دواړو هېوادونو ۵۰۰ ديني عالمان گډون وكړي.
د ښاغلي مظفري په ډاگه كړه، چې:
د پاكستان د عالمانو د شورا په كميټه كې يوه كس هڅه كوله، چې دا غونډه زيانمنه كړي، خو د دغې كميټې له خوا وويستل شو.
د افغانستان او پاكستان د ديني عالمانو د گډې غونډې د جوړيدو پرېكړه د تېر ميلادي كال په نوامبر مياشت كې پاكستان ته د سولې عالي شورا د يوه پلاوي د سفر پرمهال شوې وه.
افغان حكومت تمه لري، چې په دې غونډه كې به د ځانمرگو بريدونو د حرام والي او د سولې د پروسې پر ملاتړ د ديني عالمانو فتواوې او ملاتړ جلب كړي.