سیمه ییز خبرونه

كابل ته د پاكستان د لومړي وزير راتگ سولې ته گټورنه دى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، چې كابل ته د پاكستان د لومړي وزير راتگ به د سولې په پرمختگ كې گټه ونه لري.

ټاكل شوي،  چي د پاكستان لومړي وزير نواز شريف نن شنبه(د ليندۍ ۹) كابل ته راشي او له افغان  ولسمشر حامد كرزي سره د سولي د روان بهير په اړه خبري وكړي.

د  افغانستان د سولي عالي شورا كه څه هم په پاكستان كي د لومړي وزير په توگه د نواز شريف له گمارل كيدو وروسته په افغانستان كي د سولي، ثبات او همكاريو  مثبتې نښې  تائيدوي؛ خو د سولي عالي شورا د نړيوالو اړيكو سلاكار اسماعيل قاسميار وايي، ترهغې، چي د پاكستان حكومت او آى، اس، آى  په رښتيني توگه خپلي ژمني عملي نكړي داسي  سفرونه او ژمني به گټوره پايله ونه لري.

كه څه هم  پاكستان وايي، چې په افغانستان کې د سولې له بهيرسره د مرستې په موخه د طالبانو دوه يم مهم مشر ملاعبدالغني برادر خوشي شوى؛ خو د ملا برادر په گدون  خوشي شوي نور طالب مشرانو تر اوسه په ښكاره د سولي له بهير سره مرسته نده كړې. ان دا، چي تر اوسه د سولي عالي شورا پر دي  ندي توانيدلي، چي  له ملا برادر سره  له نږدي خبري وكړي.

كه څه هم  اسلام آباد ته  د سولې د عالي شورا د يوه پلاوي سفر په پاكستانيو چارواكو سربېره له يو شمير طالب مشرانو او په تېره بيا ملا برادر سره كتنه وه، خو ښاغلى اسماعيل قاسميار وايي، چې له ملابرادر سره يې نه دي كتلي او لامل يې د هغه ناسم  روغتيايي حالت دى .

په افغانستان كې د سولې له بهير سره د مرستې په موخه د افغانستان او پاكستان مشران څو ځلې جرگه شوي، چې وروستى هغه يې په لندن كې د بريتانيا له لومړي وزير سره گډه غونډه وه . له دې كتنو د افغان لوري تمه دا وه، چې پاكستان په افغانستان كې د سولې په راوستو كې رښتيني همكاري وكړي؛ خو ډېري كارپوهان وايي، چې تراوسه په دې برخه كې كوم پرمختگ نه دى شوى.

وكتل شي، چې د پاكستان د لومړي وزير په توگه د نوازشريف له ټاكل كيدو وروسته كابل ته د هغه  لومړى سفر به  د سولې په برخه كې څه لاس ته راوړنې ولري.

Trending

Exit mobile version