سیمه ییز خبرونه

كابل پوهنتون د خليلزاد بنياد له مرستو برخمن شو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د نوي ښوونيز كال په درشل كې خليلزاد بنياد د كابل پوهنتون له كفتريا سره د خوراكي توكو مرسته وكړه.

د خليلزاد بنياد رييس داكتر زلمى خليلزاد وايي:

د كابل پوهنتون له كفتريا سره دغه مرستې د هغې پېنځه كلنې هوكړې له مخې وشوې، چې تېر كال مو له دغه پوهنتون سره لاسليك كړې ده.

د كابل پوهنتون رييس حبيب الله حبيب د خليلزاد بنياد مرستې وستايلې او وايي، چې په دې مرستو به محصلينو ته په زړه پورې خدمات وړاندې شي.

نوموړي له تحصيلي بنسټونو سره مرستې له ستونزو څخه د خلاصون يوازنۍ لار وگڼله او د ورته مرستو غوښتنه يې له نورو بنسټونو هم وكړه.

كابل پوهنتون لومړنى ښوونيز بنسټ دى، چې په تېرو اته لسيزو كې يې سلگونه زده كوونكي په نړيوال معيار ټولنې ته وړاندې كړي دي. اوس په دې پوهنتون كې د هلكانو او نجونو په گډون زرگونه زده كوونكي زده كړه كوي.

Trending

Exit mobile version