سیمه ییز خبرونه

كابل ښاروالۍ د پوليسو د جدي همكارۍ غوښتنه وكړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

كابل ښاروالۍ د خپلسرو ودانيو د جوړيدو د مخنيوي لپاره د پوليسو د جدي همكارۍ غوښتنه وكړه.

د دې بنسټ چارواكي د زور لرونكيو كسانو له خوا د دولتي ځمكو غصب، د خپلسرو ودانيو جوړول، د كاناليزاسيون نه شتون، د ښاري ترانسپورت نه شتون او د تداركاتو په قانون كې نيمگړتياوې هغه ټوليزې ننگونې بولي، چې ښاروالي ور سره مخ ده.

له دې سره سره  كابل  ښاروالي، روان لمريز كال دې بنسټ ته له لاسته راوړنو ډك كال بولي.

كابل ښاروال محمد یونس نواندېش، چې په وروستي يوه كال كې د خپلو لاسته راوړنو په تړاو له خبريالانو سره خبرې كولې، په كابل كې د خپلسرو ودانيو شتون د كابل ښاروالي په وړاندې ستره ننگونه په گوته كړه، چې د ده په وينا، د ښار حالت يې گډوډ كړى دى.

بلخوا يو شمېر كابل ښاريان له ښاري ستونزو سر ټكوي.

دوى د واټونو ټيټ كيفيت د نورو ستونزو تر څنگ ستره ننگونه بولي، چې د هوا د ككړتيا لامل هم گرزي.

كابل ښاروال د ښار په ټولو واټونو كې د ټيټ كيفيت د قير مساله نه مني.

كابل ښاروال محمد یونس نواندیش وايي:

د نويو جوړو شويو واټونو د خرابه كيدو يو ټوليز عامل دا دى، چې ډېر موټرونه له سلو ټنو زيات بار ليږدوي.

د ترافيكو لوى رييس نظام الدین دادخواه وايي:

په ښار كې دننه د لوړ تناژ موټرو لپاره د سړكونو په جوړيدو كې بايد كيفيت په پام كې ونيول شي.

دا، چې پسرلى را روان دى، كابل ښاروالي د كب اولسمه ورځ په هېواد كې د نيالگيو كينولو عمومي ورځ وبلله او ويې ويل، ټاكل شوې د يو ميليون نيالگيو د كينولو كار له همدې مياشتې پيل شي او خلك بايد همكاري وكړي.

Trending

Exit mobile version