سیمه ییز خبرونه

كابل ښاريان بايد د برېښنا په مصرف كې سپما وكړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د برېښنا شركت مسئولين وايي، كه په ژمي خلك د برېښنا په مصرف كې سپما ونه كړي، دوى به خلكو ته د دوامداره برېښنا په رسولو كې پاتې راشي.

په كابل كې د برېښنا شركت رئيس عبد الرزاق صمدي د ژمي له را رسېدو وړاندې اندېښنه څرگندوي، چې كه كابل ښاريان په را روان ژمي كې له برېښنا څخه د تېر ژمي په څېر گټه پورته كړي، دوى به ونه شي كولاى خلكو ته دوامداره برېښنا ورسوي.

نوموړى زياتوي، چې اوسنى برېښنا د كورونو د تودولو وړتيا نلري او ښاريان بايد د برېښنا څخه په استفاده كې ډېر دقت وكړي.

له بلې خوا د برېښنا شركت هرات ولايت ته له ايران څخه پنځوس ميگاواټه برېښنا را وستلي او په كابل كې يې د څلور دېرشو ميليونو افغانيو په لگښت لس برېښنا كوټونه هم جوړ كړي دي.

Trending

Exit mobile version