سیمه ییز خبرونه

كه امنيتي تړون لاسليك نه شي نو افغانستان به سقوط وكړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كابل پوهنتون يو شمېر استادان وایي، كه امنيتي تړون لاسليك نه شي نو افغانستان به سقوط وكړي او همدارنګه زیاتوي، چې افغان ولسمشر حامد كرزى بايد له احساساتي چلند څخه لاس واخلي او د هېواد لويې ملي ګټې قرباني نه كړي.

افغان ولسمشر حامد كرزي په خپلو وروستيو خبرو كې امريكا په دې تورنه كړه، چې د افغانستان د خلكو خبرو او پرېكړو ته يې سپكاوى كړى، چې دې كار ولسمشر ته يو ځل بيا دا زمينه برابره كړه تر څو د امنيتي تړون په نه لاسليكولو ټينګار وكړي.

د كابل پوهنتون استاد حميد الله فاروقي له امريكا سره د امنيتي تړون نه لاسليكېدل د افغانستان د سقوط سره برابر بولي او وايي، چې كه داسې وشول نو د دولسو كلونو لاسته راوړنې به له خاورو سره خاروې شي.

نوموړې د دغه تړون په باب زیاتوي، چې يو خوا غنم لانده دې او له بلې خوا ژرنده پڅه ده.

خو د كابل پوهنتون استاد عزيز احمد فانوس بيا په دې باور دي، چې افغان ولسمشر د دې له امله، چې نورو لويو هېوادونو ورته ژمنې وركړي دي له امريكا سره د امنيتي تړون د نه لاسليكولو ټينګار كوي، خو  تاريخ ښكاره كړې، چې دا ډول ژمنې تل د كړكېچونو لامل شوي دي.

مشورتي لويې جرګې يوه اوونۍ وړاندې له امريكا سره د امنيتي تړون لاسليكولو تائيد كړ، خو ولسمشر د دغه تړون د لاسليك لپاره يو لړ نور شرطونه وړاندې كړل او د دغه تړون د لاسليك په وړاندې يې خنډونه جوړ كړل او ناندرې هغه وخت زياتې شوې، چې د سپينې ماڼې د ملي امنيت سلاكار په خالي لاس واشنګټن ته ستون شو.

Trending

Exit mobile version