سیمه ییز خبرونه
كه د ولت د سولې لورى وانړوي؛ ښايي د خلكو له غبرگون سره مخ شي- عبدالله
د تغيير و اميد ائتلاف رييس ډاكترعبدالله عبدالله په هېواد كې د سولي بهير د بنديدو او په اړه يې د بيا كتنې غوښتنه كوي.
د هغه په وينا:
د دولت وسله وال مخالفين د سولي پرځاي پخپلو ترهگريزو هڅو ټينگا كوي.
ده وړانديز وكړ، چې:
افغان دولت بايد د نړيوالې ټولنې په همكارۍ پرپاكستان فشار واچوي، چې له افغانستان سره له دښمنۍ ډك چال چلند پاى ته ورسوي.
ولسمشر كرزى ويلي، چې:
كه د استاد رباني په وژنه كې د وسله والو طالبانو لاس درلودل بربنډ شي؛ نو د سولې روانې هڅې به و دروي.
د تغيير و اميد د ائتلاف رييس ډاكترعبدالله عبدالله خبري رسنيو ته وويل، چې:
له تېر يو كال راهيسې د سولې لړۍ پيل شوې، خو تراوسه يې كومه مثبته نتيجه نده ترلاسه كړې.
ده وويل، چې:
د دولت وسله وال مخالفين سولې ته نه، بلكې خپلو ترهگريزو اعمالو ته ليواله دي.
هغه د بېلگې په توگه د استاد برهان الدين رباني وژنې ته په نغوته وويل:
كه د ولت د سولې روان بهير روان وساتي او په اړوند يي له سره كتنه ونكړي؛ نو ښايي د خلكو له غبرگون سره مخ شي .
نوموړي د گاوند هېواد پاكستان پر دوه مخي سياست هم نيوكه وكړه او ويې ويل، چې:
اوس نړيوالو ته ښكار ه شوې، چې د افغانستان د ناامنيو تر شا د پاكستان لاس دي.
هغه وويل:
كه څه هم د افغا نستان خلك له پا كستان سره د دوستانه اړيكو غوښتونكي دي، خو يو اړخيزه غوښتنه نشي كولى، چې ستونزي حل كړي.
هغه وايي، چې:
پكار ده د نړيوالې ټولنې په مرسته پرپاكستان فشار راوړ شي، چې پاكستان د افغانستان په اړه له دښمنانه موخو لاس واخلي.
رسينو داسې رپوټونه وركړي، چې افغان ولسمشر حامد كرزى غواړي پاکستان ته د استاد رباني د وژل كېدو د پلټنې او حقايقو د موندلو په موخه يو پلاوى واستوي.
افغان ولسمشر وايي، چې:
كه پاكستان د برهان الدين رباني د وژني په اړه په پلټنو كې همكاري ونكړي؛ نو له ملگرو ملتونو به د همكارۍ غوښتنه وكړي.
ولسمشر كرزي په كابل كې له يو خصوصي ټلويزيون سره په ځانگړې مركه كې ويلي، چې:
كه دا جوته شي، چې په دغه پېښه كې د بل هېواد لاس دى؛ نو دا به د د ښمنۍ په معنا وي.
حامد کرزي ويلي، چې:
که وموندل شوه، چې طالبان د رباني په وژنه کې لاس لري؛ نو له هغوی سره به د سولې خبرې اترې وځنډوي.