تازه خبرونه

كورنيو چارو وزير د پوليسو په ليكو كې د ستونزو پر حل ټینګار کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

کورنیو چارو وزیرتېره ورځ كندهار ته سفر كړى و؛ په یوه ګډه ناسته یې له سیمه ییزو چارواكو او قومي مشرانو سره وكتل.

د کندهار قومي مشرانو د کورنيو چارو له وزیر سره د لیدني پر مهال وویل، چي په دې ولایت کي د امنیتي ځواکونو پر وړاندي پرتې ستونزي دې له منځه یوسي او د دوی په لیکو کي یې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه.

ددوي په وينا؛ په دي ولايت کي تراوسه پوليس له خلکو سره سم چلند نه کوي او ډیري وختونه له خلکو سره ناقانوني کړنى ترسره کوي.

په یاده غونډه کي د کندهار والي همایون عزیزي له وزیر څخه غوښتنه وکړه، چي د امنیتي ځواکونو په لیکو کي بې سواده، نامسلکي او فاسد کسان له دندي ګوښه کړي او پرځای یې وړ کسان وګماري، چي اصلاحات راشي.

د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد ژمنه وکړه، چي ډېر ژر به د پولیسو په لیکو کې اصلاحات راولي اوپه دې ولایت کي به د امنیتي ځواکونو د مهماتو او تجهيزاتوستونزه هم حل کړي.

که څه هم قومي مشران او والي د پولیسو په لیکو کي د ډېرو نیمګړتیاوو یادونه کوي؛ خو کندهار ولایت یو له هغو ولایتونو څخه شمېرل شوی، چي امنیت یې ډاډمن اود تېرو وختونو په پرتله د خلکو همکاري هم  له امنیتي ځواکونو سره زياته  شوې ده.

خبریال: بريالي رحيمي 

Trending

Exit mobile version