سیمه ییز خبرونه

كورني ساختماني شركتونه د لويو پروژو د تطبيق وړتيا لري- نعيم ياسين

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان ساختماني شركتونو اتحاديه وايي:

يوشمېرشركتونه چمتو دي، چې له هېواده بهرلويې پروژې تطبيق كړي.

دې اتحاديې د امريكا د پوځ له انجينري ځواك سره د چارشنبې په ورځ(د تلې په ۱۳) په كابل كې يوه ګډه  ناسته جوړه كړې.

لكه ، چې څرگنده ده په تېرو لس كلونو كې افغانستان ته د نړيوالو مرستو په راتلو سلگونه ودانيزو شركتونو له اړوند ارگانونو د فعاليت جوازونه ترلاسه كړي دي. كه څه هم يو شمېر دا شركتونه توانيدلي نه دي، چې يوه ساختماني پروژه هم ترلاسه كړي؛ خو بيا يې هم هڅه كړې، چې د افغانستان په بيارغونه كې په يو ډول ونډه واخلي.

ډېرې مرستندويې سرچينې؛ كورنيو ساختماني شركتونو ته د پروژو د نه وركولو لامل د دې شركتونو ټيټه وړتيا گڼي.

د ساختماني شركتونو د اتحاديې رييس نعيم ياسين وايي، چې ظرفيتونه يې لوړشوي او يو شمېر دا شركتونه له هېواده بهرهم د پروژو د ترلاسه كولو لپاره سيالۍ ته چمتو دي.

چارواكي وايي:

د دې گډې ناستې موخه داده، چې د امريكا  له خوا د پروژو په پلي كولو كې كورنيو شركتونو ته ډېره ونډه وركړشي.

د امريكا د پوځ د انجنيرۍ برخې مسوول ډگروال مارتين وايي:

د افغان ساختماني شركتونو د وړتيا په لوړيدو به ټولې پروژې دوى ته وركړشي .

په شمال كې د امريكا د پوځ د انجنيرۍ برخې كوماندان مارتين ټينگار كوي، چې:

ډېرې پروژې په گډه د افغان اوامريكايي شركتونو له خوا پلې كيږي او دا سم كار نه دى، چې اكثره پروژې د يوه لوري له خوا تطبيق شي. په دې ځاى كې زمونږ موخه د ظرفيت لوړول دي او كله، چې د افغان شركتونو د پروژو د تطبيق وړتيا وگورو؛ پرته له شكه به دا پروژې دوى ته سپارو .

د يادونې وړ ده ، چې په راتلونكي عيسوي كال كې به د څلورميليارډ ډالرو په  ارزښت پروژې، چې ډېرې يې د پوليسو او ملي اردو په برخه كې دي؛ د امريكايي پوځ د انجنيرۍ برخې له خوا پلې شي .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version