تازه خبرونه
لاوروف له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغانستان لپاره د تخنیکي او لوژستیکي ملاتړ غوښتنه وکړه
لاوروف د دوشنبې پر ورځ د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ په غونډه کې ویلي، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د وړتیاوو پیاوړتیا د غونډې د ټولو ګډونوالو هېوادونو پر ګډه ګټه ده.
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره د دغه هېواد د تخنیکي او لوژسټیکي ملاتړ د زیاتولو غوښتنه کړې ده.
لاوروف د دوشنبې پر ورځ د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ په غونډه کې ویلي، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د وړتیاوو پیاوړتیا د غونډې د ټولو ګډونوالو هېوادونو پر ګډه ګټه ده.
هغه ویلي:« دا زمونږ د ټولو پر ګټه ده، چې د لوژسټیکي او تخنیکي مرستو او دغه راز د متخصصینو د ملاتړ له لارې، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د کابل د وړتیاوو له پیاوړتیا سره مرسته وکړو.»
د روسیې بهرنیو چارو وزیر د افغانستان پر ټول قلمرو د اسلامي امارت واک ستایلی او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت دغه هېواد پر بریالیتوب اداره کوي.
هغه ویلي، د افغانستان امنیتي ځواکونه له داعش او نورو ترهګرو ډلو سره په« پرېکنده مبارزه» بوخت دي.
هغه زیاته کړې، د دغو ډلو سلګونه وسلهوال وژل شوي او د څو لویو ترهګریزو بریدونو مخه هم نیول شوې ده؛ په دغو بریدونو کې بهرني وګړي او ډیپلوماټیکې استازولۍ په پام کې نیول شوې وې.
لاوروف د استخباراتي ادارو او د قانون د پلي کوونکو بنسټونو ترمنځ د اړیکو پر دوام ټینګار کړی او څرګندوي، چې په دې برخه کې همکاري کولی شي له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د کابل وړتیاوې پیاوړې کړي.
دغه راز د روسیې بهرنیو چارو وزیر له نشهيي توکو سره د افغانستان د مبارزې په برخه کې د پرمختګ هرکلی کړی او د ملګرو ملتونو د ارزونو په حواله یې ویلي، چې په افغانستان کې د تریاکو تولید له ۲۰۲۲ کال راهیسې ۹۰ سلنه کم شوی دی.
هغه ویلي، روسیه به افغانستان ته د بشري مرستو رسولو ته دوام ورکړي او زیاته کړې یې ده، چې د روسیې د بشري مرستو بله جوپه به په راتلونکو یوه یا دوو میاشتو کې افغانستان ته ورسېږي.
لاوروف یو ځل بیا په افغانستان او د هغه په ګاونډیو هېوادونو کې د ناټو د هر ډول پوځي شتون مخالفت کړی او ویلي یې دي، چې په سیمه کې د ناټو د پوځي زېربناوو جوړول «په کلکه د منلو وړ نه دي».
هغه خبرداری ورکړی، چې د ناټو دغه ډول شتون کولای شي د بېثباتۍ او د شخړو د زیاتېدو لامل شي او ویلي یې دي، چې د تېرو لسیزو تجربو هم دا موضوع ښودلې ده.
د مسکو فارمټ اتمه غونډه د افغانستان، هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، روسیې، تاجیکستان او ازبیکستان د ځانګړو استازو او لوړپوړو چارواکو په ګډون جوړه شوه. بېلاروس او مصر هم دې غونډې ته د مېلمنو په توګه بلل شوي وو.