سیمه ییز خبرونه
لبنان د اسرائیل او حزبالله ترمنځ له لنډمهالي اوربند خبر ورکړ
په واشنګټن کې د لبنان سفارت د څرګندونو له مخې؛ اسرائیل پر بېروت او هغو نږدې سیمو د برید نهکولو ژمنه کړې، چې د حزبالله تر ولکې لاندې دي. په بدل کې حزبالله هم ژمنه کړې، چې پر اسرائیل به خپل بریدونه دروي.
د لبنان حکومت اعلان کړی: د اسرائیل او حزبالله ترمنځ لنډمهالی اوربند ټینګ شوی، چې موخه یې د کړکېچ کمول او د جګړې د پراخېدو مخنیوی دی؛ خو دا هوکړه د جګړې د پای ته رسېدو معنا نهلري.
په واشنګټن کې د لبنان سفارت د څرګندونو له مخې؛ اسرائیل پر بېروت او هغو نږدې سیمو د برید نهکولو ژمنه کړې، چې د حزبالله تر ولکې لاندې دي. په بدل کې حزبالله هم ژمنه کړې، چې پر اسرائیل به خپل بریدونه دروي.
سره له دې هوکړې د لبنان په سوېل کې نښتې اوس هم روانې دي او دواړه لوري یو بل د بریدونو پر دوام تورنوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې لومړی یې له دې هوکړې خبر ورکړ ویلي؛ حزبالله د منځګړو له لارې ژمنه کړې، چې پر اسرائیل به برید نهکوي. نوموړي دا هم ویلي، چې بنیامین نتنیاهو د هغو ځواکونو له شا تګ سره هوکړه کړې، چې د بېروت په شاوخوا کې د عملیاتو لپاره چمتو شوي وه.
نتنیاهو ټینګار کړی، چې د لبنان په سوېل کې د اسرائیل پوځي عملیات دوام لري او د دغه هېواد ځواکونه اوس هم مخ پر وړاندې روان دي.
د لبنان په پارلمان کې د حزبالله استازي حسن فضلالله ویلي، چې دوی په ټول لبنان کې له بشپړ اوربند ملاتړ کوي؛ خو په دې شرط، چې اسرائیلي ځواکونه د لبنان له خاورې ووځي.
د لبنان حکومت هم ویلي؛ له اسرائیل سره په راتلونکو خبرو اترو کې به هڅه وکړي، چې د اوربند لمن پراخه او د یوې هر اړخیزې هوکړې لپاره زمینه برابره کړي.
د اسرائیل او حزبالله ترمنځ جګړه د سیمې د کړکېچونو له زیاتېدا وروسته پیل شوه او د ایران، امریکا او اسرائیل ترمنځ د پراخې مخامنتیا یوه برخه ګرځېدلې ده.
ایران ټینګار کړی، چې پر لبنان د اسرائیل د بریدونو درول د هرې هغې هوکړې له اساسي شرطونو څخه دي، چې د جګړې پای ته رسولو لپاره کېږي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، هر ډول اوربند باید د لبنان په ګډون د جګړې ټولې جبهې راونغاړي.
دغه راز راپورونه ښيي، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د غیرمستقیمو خبرو د درېدا شونتیا شته.
همدارنګه د سپاه پاسداران قدس ځواک قومندان اسماعیل قاآني د ایران د سمندري محدودیتونو د پراخېدا په اړه خبرداری ورکړی دی. دا هغه موضوع ده، چې د انرژۍ د نړیوال لېږد لارو د خوندیتوب په اړه یې اندېښنې زیاتې کړې دي.