تازه خبرونه
له ازبک چارواکو سره مو پر افغانستان خبرې اغېزمنې دي- توماس ویست
توماس ویست تاشکند ته په خپل دوه ورځني سفر کې ټینګار کړی، چې ازبکستان به له اسلامی امارت سره د ترهګرۍ پر ضد مبارزې، بشری حقونو او ثبات په اړه پر ګډو لومړیتوبونو کار وکړی.
هند ته له خپل سفر وروسته د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د ازبکستان په سفر کې له هغه هېواد سره د افغانستان پر مسلو خبرې کړې دي.
توماس ویست په یو لړ تویتونو کې څرګنده کړې، چې د سفر پر مهال یې د ازبکستان د ملي امنیت شورا له مرستیال، د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر او د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي سره یې د ترهګرۍ پر وړاندې د ګډې مبارزې په اړه خبرې کړې دي.
په افغانستان کې د بشري مرستو، بشري حقونو او ثبات مسایل هم د توماس ویست لخوا له ازبکستاني چارواکو سره یاد شوي دي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي له ازبکستان سره د امريکا د همکاريو پر پراختيا ټينګار کړی او په ډاګه کوي، چې تاشکند به افغانستان ته د برښنا رسول روان ساتي.
نوموړي ټینګار کړی، چې: ازبکستان د افغانانو په ملاتړ کې کلیدي رول لوبوي. ترمز یو مهم بشري مرکز دی او تاشکند افغانستان ته د برښنا رسولو ته دوام ورکوي. امریکا به له ازبکستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. د ازبکستان مشرتابه له طالبانو سره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، بشري حقونو او ثبات په برخه کې د ګډو لومړیتوبونو په اړه کار ته دوام ورکوي.
که څه هم ازبکستان تر اوسه د افغانستان نوی حکومت پر رسمیت ندی پېژندلی؛ خو له وروستیو پرمختګونو وروسته له اسلامي امارت سره ښې اړیکې لري او د نړۍ ډېري بشري مرستې د ترمز بندر له لارې افغانستان ته رسيږي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي له افغانستان سره د همکارۍ لپاره د سیمې او ګاونډ هېوادونو رول مهم بولي او ټینګار کوي، چې دغه هېوادونه باید د افغانستان له نوي حکومت سره رسمي تعامل وکړي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی په داسې حال کې ازبکستان ته تللی، چې ټاکل شوې راتلونکې میاشت تاشکند د افغانستان په اړه د یوې نړیوالې غونډې کوربه وي.