سیمه ییز خبرونه
له اساسي قانون څخه سرغړونه به خلك له تدريجي مرگ سره مخ كړي
د ولسمشر دوه يم مرستيال د ځينو زورلرونكيو او دولتي چارواكو له خوا له قانون څخه د سرغړونو په اړه اندېښنه څرگنده كړه.
د ولسي جرگې منشي وايي:
د قانون نه تطبيق د خلكو استازي د قوانينو له تصويب څخه ستړي او ناهيلي كړي دي.
د ولسمشر دوه يم مرستيال محمد كريم خليلي، چې د اساسي قانون د تصويب د نهمې كليزې په مناسبت د يكشنبې په ورځ(د مرغومي۱۷) يوې جوړې شوې غونډې ته خبرې كولې، د ځينو حكومتي چارواكو او زور لرونكو كسانو لخوا له قانون څخه د سرغړونو په اړه اندېښنه وښوده.
ده خبرداى وركړ، چې:
كه له قانون سرغړونې دوام وكړي، خلك به له تدريجي مرگ سره مخ شي.
د ولسمشر دوه يم مرستيال په ځينو قوانينو كې د سمونونو غوښتونكى شو.
د ملي ائتلاف مشر داكتر عبدالله عبدالله وايي:
وسلوال مخالفين به ونه توانيږي، چې د جگړې له لارې دولت وپرځوي.
د هغه په باور:
د قانون نه تطبيق به د حكومت د پرځيدو لامل شي.
د ولسي جرگې منشي عبدالستار خواصي وايي:
د افغانستان ولسي جرگې په اوسنۍ تقنيني پېر كې ۸۲ قوانين او فرمانونه تصويب كړي دي، خو د دې قوانينو او فرمانونو نه پلې كيدو د دې جرگې يو شمېر غړي ناهيلي كړي دي.
په افغانستان كې د قوانينو نه تطبيق او د پراخ اداري فساد شتون د دولت په وړاندې اساسي ننگونې دي او نړيوالې ټولنې هم له افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره له اداري فساد سره جدي مبارزه لومړنى شرط گڼي.