سیمه ییز خبرونه

له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو هڅې د غندنې وړ دي – ایران

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۰, ۱۴۰۲)

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د یکشنبې پر ورځ له خپل اصلي دښمن اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د سیمې د هېوادونو هر راز هڅې ارتجاعي وګڼلې او هغه یې وغندلې.

د فرانسې خبري سرچینې د راپور له مخې؛ دا څرګندونې په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې د امریکا پر منځګړیتوب د اسرائیلو او سعودي عربستان ترمنځ د رسمي اړیکو د ټینګولو لپاره خبرې اترې روانې دي. امریکا د جمعې پر ورځ ویلي، چې دواړه هېوادونه د یوې هوکړې پر لوري روان دي.

رییسي په تهران کې د اسلامي نړۍ په نړیوال کنفرانس کې د وینا پر مهال څرګنده کړې؛ له صهیونیستي رژیم سره د اړیکو عادي کول د اسلامي نړۍ د دې دواړو دولتونو له‌خوا یو غبرګوني او ارتجاعي کړنه ده.

تمه ده، چې د یکشنبې پر ورځ یو اسرائیلي پلاوی سعودي عربستان ته په داسې حال کې سفر وکړي، چې  څو ورځې مخکې د اسرائیلو یو وزیر سعودي عربستان ته رسمي سفر کړی دی.

سعودي عربستان هم په درې لسیزو کې د لومړي ځل لپاره د چارشنبې پر ورځ یو پلاوی اشغال شوي لویدیځې غاړې ته واستاوه، چې د احتمالي هوکړې څخه مخکې فلسطینیانو ته ډاډ ورکړي.

رییسي د یکشنبې پر ورځ د اړیکو د نورمال کولو هر ډول هڅه د بهرنیانو هیله وبلله او څرګندوي، چې اسرائیلو ته غاړه ایښودل او جوړجاړی مو په لومړیتوب کې ځای نه‌لري.

هغه ویلي: په اشغال شوې خاوره او اسلامي نړۍ کې د ټولو جنګیالیو لپاره د حل یوازنۍ لار دا ده، چې مقاومت وکړي او د دښمنانو پر وړاندې ودریږي. هغه د ایران پر دریځ ټینګار وکړ، چې بیت المقدس باید آزاد شي.

په  ۱۹۶۷ ز. کال کې اسرائیلو ختیځ بیت المقدس اشغال کړ او بیا یې سره یوځای کړل، چې فلسطینیان یې د خپل وړاندیز شوي راتلونکي دولت پلازمېنه بولي.

د اسرائیلو او سعودي عربستان ترمنځ هوکړه به د امریکا پر منځګړیتوب د ابراهام تړون څاري، چې له مخې یې اسرائیلو په ۲۰۲۰ کې له درې عربي هېوادونو سره دیپلوماتیکې اړیکې رامنځته کړې.

رییسي تېره میاشت د ملګرو ملتو د عمومي غونډې په څنډه کې ویلي؛ د سیمې د هېوادونو او صهیونیستي رژیم ترمنځ هر راز اړیکې به د فلسطینیانو پر څټ د چړې ګوزار وي.

پر ایران د شیعه او پر سعودي عربستان د سنيانو حکومتونه هغه دوه سیمه‌ییز ځواکونه دي، چې د چین پر منځګړیتوب یې له ۲۰۱۶ راپدیخوا پرې شوې اړیکې بیا ټینګې شوې.

Trending

Exit mobile version