سیمه ییز خبرونه

له اسرائیل سره پر اوربند وروستۍ پرېکړه تر ارزونې لاندې ده – ایران

عراقچي په ایکس پاڼه کې لیکلي؛”لکه څنګه، چې ایران پرله‌پسې ویلي: اسرائیلو د ایران پر وړاندې جګړه پیل کړې، نه برعکس. تر اوسه پورې د اوربند یا د پوځي عملیاتو د بندولو په اړه هیڅ هوکړه نشته.”

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د سې‌شنبې پر سهار اعلان کړی؛ که څه هم د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوربند د پیل ادعا کړې؛ خو له اسرائیل سره د اوربند هیڅ هوکړه نده شوې.

عراقچي په ایکس پاڼه کې لیکلي؛”لکه څنګه، چې ایران پرله‌پسې ویلي: اسرائیلو د ایران پر وړاندې جګړه پیل کړې، نه برعکس. تر اوسه پورې د اوربند یا د پوځي عملیاتو د بندولو په اړه هیڅ هوکړه نشته.”

د عراقچي دا څرګندونه د ولسمشر ټرمپ د مخکني اعلان په ځواب کې وړاندې شوې، چې ایران او اسرائیل د څو ورځو له مخ پر زیاتېدونکې شخړې وروسته له “بشپړ او پوره” اوربند سره هوکړه کړې ده. عراقچي د سې‌شنبې پر سهار په ایکس پاڼه کې ولیکل: “که د اسرائیل بریدونه ودریږي؛ مونږ هم د ځواب ویلو لپاره هیڅ اراده نلرو.”

هغه ویلي: “په دې شرط، چې اسرائیلي رژیم د تهران پر وخت د سهار له څلور بجو وروسته د ایرانيانو پر وړاندې خپل غیرقانوني یرغل ودروي؛ مونږ هیڅ اراده نلرو، چې وروسته خپل غبرګون ته دوام ورکړو.” هغه زیاته کړې، چې “زمونږ د پوځي عملیاتو د بندولو په اړه وروستۍ پرېکړه به وروسته وشي.”

عراقچي تائید کړې، چې د ایران غچ اخیستونکي پوځي بریدونه تر وروستۍ نېټې پورې دوام لري.

هغه ویلي: “له ټولو ایرانیانو سره یوځای زه له خپلو زړورو وسلوالو ځواکونو څخه مننه کوم، چې د خپلې وینې تر وروستي څاڅکي پورې زمونږ د ګران هېواد دفاع ته چمتو دي.”

د دوشنبې پر ورځ د شخړې د پام وړ زیاتوالي پر مهال ایران په قطر کې د امریکا د پوځ پر العدید هوايي اډې توغندیز برید وکړ. دا یوه ورځ وروسته له هغې رامنځته شوه، چې د جون پر دیارلسمه امریکایي هوایي بریدونو له اسراېیل سره د همغږۍ له مخې په ایران کې د ایران درې اټومي تاسیسات پر نښه کړل.

تهران ټینګار کړی، چې د دوی پوځي اقدامات د اسرائیلو او د هغه د متحدینو لخوا له نامشروع تېري وروسته د ځان دفاع ده. نړیواله ټولنه د پراخې سیمه‌ییزې جګړې د وېرې له کبله د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه کوي.

 

Trending

Exit mobile version